Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان دي.
د کونړ امنیه قومانداني وایي، وړمه ورځ د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د دوو تنو د لفظي شخړې پر مهال، د درېیمګړي سیلاني د ډزو له امله، دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې په تړاو یې ۱۶ کسان نیول شوي دي.
کونړ کې فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاتوي چې له هر ډول پرمختیایي چارو بېبرخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په ښار کې د ډېرې ګڼېګوڼې او بېنظمۍ له امله نه شي کولای خپلو ورځنیو چارو ته سمه رسېدنه وکړي.
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ د یو شمېر لرېپرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو کمښت له امله یې د ماشومانو زدهکړې نیمګړې پاتې کېږي.
سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښټ یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کونړ په غازياباد ولسوالۍ کې نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د پنځه کلیومترو په اوږدوالي د یوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې پيل شوې چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
کونړ ولایت کې د قیمتي ډبرو یو شمېر سوداګر وايي چې حکومت دې بهرنیو هېوادونو ته د قیمتي ډبرو صادرولو قانوني اجازه ورکړي.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یې د ۱۵۰ جوړو چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست وایي، په دغه ولایت کې د یوې موسسې په همکارۍ د شاوخوا ۴۰۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه پیل شوه.
د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د ٩٢،٥ ميليونه افغانیو په ارزښت ١٢،٩١١ کیلوګرامه د بېروج ګرانبیه ډبرې د ازادې سیالۍ له لارې وپلورل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP