Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې شپږ میاشتې مخکې دوو کورنیو خپله ۱۷ کلنه دښمني د قومي جرګې په منځګړتوب پای ته ورسوله او سوله یې وکړه چې اوس له یو بل سره په خوشحالۍ او ورورګلوۍ کې ارام ژوند کوي.
د سرپل ولایت په مرکز کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې او د کونړ په ولایتي روغتون کې بیا د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو لابراتوار فعال شو.
د کونړ چپې درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی له کلونو راهیسې د څښاک لپاره د ویالو له اوبو استفاده کوي چې له امله يې هر کال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
د کونړ یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د دوی للمي ځمکو ته د دغه ولایت له سینده کانال تېر کړي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي دې په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د بیارغونې په موخه پيل شوې پروژې، بشپړې کړي.
کونړ کې روغتيايي سرچینې وايي، د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا اووه زره ۳۲۸ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې پنځه زره ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې.
کونړ کې مسوولین وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بحراباد او شونکړۍ سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه یې ور هواره کړي.
کونړ کې د وړمې شپې سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ مسوولین وايي، له تېرې ورځې راهیسې په سیند کې د اوبو زیاتېدو له امله له مرکز سره د دوی لار بنده شوې ده.
کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان (یواېناېچسيار) په مالي ملاتړ زرو کسانو ته د پيسو په بدل کې د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه برابره شوه.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند د څپري سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هیڅ ډول روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن