Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کونړ په نورګل ولسوالي کې د مزار درې سهیل تنګي سیمې اوسېدونکي وایي چې د دې سیمې روغتیایي مرکز له تېرو دوو میاشتو راهیسې د امکاناتو نشتوالي له امله تړل شوی او له حکومته ورته د پاملرنې غوښتنه کوي.
کونړ کې له «المدینه طبي علومو انسټیټیوټ» څخه د ۳۳۷ نجونو په ګډون شاوخوا ۷۵۰ کسانو د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالي کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د ټوپک په وسیله ځان وژلی دی.
ځايي مسوولین وايي، د کونړ په ماڼوګي او نرنګ او د پنجشېر په لومړۍ حصه ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې هغو ماشومانو ته چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، د بېلابېلو ملي او نړۍوالو همکارو موسسو په همکارۍ سیمهییز ټولګي جوړوي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په غازياباد ولسوالي کې پر یوه کور تندر لوېدلی چې له امله یې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالي د جګړو له امله تړل شوي دوه ښوونځي بېرته د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شول.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د وګړو شمېر څه باندې یو میلیون کسانو ته رسېږي، خو د وزارت له لوري ورته د شاوخوا نیم میلیون کسانو لپاره امکانات ورکول کېږي.
د کونړ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت له لوري دغه ولایت کې ۱۷۰۰ نظامیانو ته د ادارې او مدیریت برخو کې درې کلنې زدهکړې ورکول کېږي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ د کرونګ سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمه کې یې هیڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې نشته او له حکومته غوښتنه کوي چې روغتیایي مرکزونه ورته جوړ کړي.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په بارکنډۍ سیمه کې د جنازې مراسمو پر مهال پر خلکو دېوال چپه شوی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د سیلاب راوتو، د خونې چت لوېدو او غر ښویېدو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن