اسعداباد (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د کونړ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۰ کسان او د څوکۍ ولسوالۍ په چنارو سیمه کې د یوه کور د خونې چت پرېوتو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د کونړ ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ماذیګر مهال د ناړۍ ولسوالي ساو خوړ سیمه کې یو ډاډسن موټر چپه شوی چې ۱۰ کسان پهکې ټپيان شوي دي.
هغه وویل: «تېره ورځ ماذیګر مهال د ناړۍ ولسوالۍ ساو خوړ سیمه کې د یوه ډاډسن موټر چپه کېدو له امله ۱۰ کسان ټپيان شوي چې د یوه روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره د اسعداباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې یاده پېښه د سړک د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې د دغه ولایت پېښو ته د رسېدو او چمتووالي ادارې مسوولین وایي، د څوکۍ ولسوالۍ اړوند چنارو سیمه کې تېره شپه د یوه کور د خونې چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو په ګډون شپږ غړي ټپیان شوي دي.
د یاد ریاست د پېښو د زیانونو مدیر احسانالله وویل: «تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چنارو سیمه کې د یوه کور چت پرېوتو له امله درې ماشومان او درې ښځې ټپيان شوي چې اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.»
نوموړي زیاته کړه، د لومړنیو مرستو رسولو په موخه یې سیمې ته کاري ډله استولې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن