Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب یو شمېر بڼوال او ملي سوداګر وایي چې سږ کال دغه ولایت کې د ممیزو د تولید کچه دوه برابره لوړه شوې، خو د دغه محصول بیه ډېره ټيټه شوې ده.
د فاریاب د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت د چهلګزي ولسوالۍ «تګاب هیرک» لېسې ته وروسته له څلوېښتو کلونو د یوه خیریه بنسټ له لوري او د خلکو په مرسته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، دغه ولایت کې د درېیو جلا پېښو له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې او په ګرزیوان ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو روزنتون چې د ۲۵۰ هلکانو او نجونو پالنه او روزنه به پهکې کېږي، پرانیستل شو.
فاریاب کې بڼوال وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ ډېر دي، خو بیه یې د تېر کال په نسبت څه باندې ۵۰ سلنه ټیټه ده او کوم عاید چې له باغونو ترلاسه کوي، یوازې هغه شوی لګښت یې هم نه پوره کوي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او لږ تر لږه لس نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو ملکي وګړی په ډزو وژل شوی دی.
فاریاب کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خواجهسبزپوش او دولتاباد ولسوالیو کې د څه باندې ۴۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې له یوه ۱۹ کلن ځوانه سر پرې شوی او د پېښې په تړاو د هغه خسر نیول شوی دی.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجهسبزپوش، خیبر او لولاش ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسان مړه او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP