Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

میمنه (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شېرین‌تګاب ولسوالۍ د «نمبر۱» لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د شېرین‌تګاب ولسوالۍ امنیې قوماندان قاري ګل‌محمد نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په اسلام‌کلا سیمه کې د «نمبر۱» لویې لارې په اوږدو کې د یوه سراچه او پریوس موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په پېښه کې یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان دي چې ټپيان د شېرین‌تګاب ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

یو عیني شاهد امان‌الله وايي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.