Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زدهکړې کوي.
میمنه (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱): ځایي سرچینې وایي، د فاریاب ولایت په ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوو ښځو
سیمهییزې سرچینې وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته په فاریاب ولایت کې د بېځایه شوو ماشومانو لپاره تر شپږم ټولګي یو ښوونځی جوړ شو او په جوزجان کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د فاریاب ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د خان چهارباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې یوې ۲۱ کلنې نجلې ځان راځوړند کړی او مړه شوې ده.
په فاریاب کې ځایي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي چې د میمنې – المار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په لولاش ولسوالۍ کې یو سړی او یوه ښځه په ډزو وژل شوي دي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وايي چې نن غرمه د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار د دویمې حوزې اړوند په «مرغ فروشي» بازار کې یو کس د وسلهوال موټرسایکل سپاره له خوا د خپل زوی مخکې په ډزو ووژل شو.
. . .
په فاریاب ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په مېمنې ښار کې یوه ښځه د خپل مېړه له لورې وژل شوې ده.
د فاریاب ولایت سیمهییز مسوولان په قیصار ولسوالۍ کې د ۱۸ کیلومتره سړک د جغل اچونې او ترمیم چارې د پيلېدو خبر ورکوي، زیاتوي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ۸۰ کلیو د مواصلاتي لارو ستونزې هوارې شي.
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن