میمنه (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱): ځایي سرچینې وایي، د فاریاب ولایت په ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نارینه ټپیان شوي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوې ۱۷ کلنه نجلۍ پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوې نیمې بجې د ګرزیوان ولسوالۍ په دونګقلعه سیمه کې هغه مهال په ګولۍ ولګېده او ژوند یې له لاسه ورکړ چې د خپل پلار په کلاشینکوف ګوتې وهلې او ډز ترې وشو.
د یو بل خبر له مخې، د یاد ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په قورچي سیمه کې یوه ښځه له یوه ۱۶ کلن نوي ځوان سره د نامشروع اړیکې لرلو په تور د خپل پلار له خوا وژل شوې او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې یو تن د نامشروع فعل په نیت یوه کور ته ننوتی و، خو دوه تنه نور له دې موضوع خبر شوي وو او هڅې یې کوله چې یاد کس ونیسي.
خو د سرچینې د څرګندونو له مخې، هغه تن - چې د زنا کولو په نیت یاد کور ته ننوتی و – یاد دوه کسان یې په برچه وهلي او ټپیان کړي دي.
امنیه قومانداني زیاتوي چې له دې پېښې وروسته د هغې ښځې پلار چې په یاد کور کې وه، خبر شوی او دغه ښځه (خپله لور یې) وژلې ده.
سرچینه زیاتوي چې قاتل او یاد شوی ۱۶ کلن نوی ځوان نیول شوي دي.
یوه ځایي باوري سرچینه وایي چې له یادې ښځې یوه پنځه کلنه لور پاتې ده او مېړه یې په ایران کې دی.
دغه سرچینه وایي، یاد نوی ځوان وروسته له هغه وتښتېد چې دوه تنه یې په برچه ټپیان کړل، خو د سیمې خلکو ونیو، او تر هغه یې پر یوه ونه تړلی و چې پولیس سیمې ته ورغلل. سرچینه وایي چې د سیمې خلکو دغه کس ډبولی هم دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










