Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د شیرینتګاب ولسوالۍ د نمبر یک پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لږ تر لږه درې نور کسان ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خواجهموسی ولسوالۍ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار پیل او په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فاریاب ځینې اوسېدونکي د خپلو سیمو په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت له امله اندېښمن دي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست هم د دې موضوع پخلی کوي او وايي، په دغه ولایت کې ۴۴ داسې ښوونځي شته چې د هر یوه درسي او اداري چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې برېښنا سولر سیسټم په جوړېدو سره د ۲۷۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل شوې ده.
د فاریاب د خانچارباغ ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، هر کال د اقینې له سوداګریز بندر او د دې ولسوالۍ د نورو عایداتي سرچینو له درکه میلیاردونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ځي، خو د سیمې خلک لومړنیو ښاري خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.
فاریاب کې د لاسي صنایعو او ورېښمنۍ چپنو پلورونکي او تولیدوونکي د اوبدلو صنعت پر کمرنګه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د دغه صنعت ملاتړ وشي، سلګونه ښځو او نارینهوو ته به د کار زمینه برابره شي.
فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې پر قتل یو تورن کس د مقتول د ورثهوو له لوري وژل شوی دی.
د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې بڼوال د تېر کال په پرتله د ممیزو په تولید او بیه کې د پام وړ کمښت له امله اندېښنه څرګندوي، خو سیمهییز سوداګر وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت ټیټېدل د قیصار ممیزو د بیه ټیټېدو لامل هم شوی دی.
د «د ښار د تنظیم او پراختیا جام» تر نوم لاندې د فوټسال ټورنمنټ چې د فاریاب د مرکز میمنې ښار د لسو ناحیو د ټېمونو ترمنځ د ښاروالۍ له لوري جوړ شوی و، د لومړۍ ناحیې د ټېم په اتلولۍ پای ته ورسېد.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP