Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د میدانوردګو سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۶ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت چک ولسوالۍ کې خلکو یوې عالي لېسې ته د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې جوړېدو په موخه څه باندې ۱۲ جریب ځمکه وقف کړې ده.
د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چک او نرخ ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت مقام وايي چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوندو کې د ځایي کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې دوو وروڼو ژوند بایللی او پلار یې ټپي شوی دی.
د میدانوردګو ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
سیمهییز مسوولین وايي، تېره شپه د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه وکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د یوې تازه پېښې په ثبتېدو سره پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۷۰ ته ورسېد.
د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د سوېلي ولایتونو د مسافر وړونکو موټرو لپاره د ترمينل د لومړي فاز جوړولو چارې پیل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي چې په میدانوردګو او اروزګان ولایتونو کې پر څه باندې ۱۲ سوه داخلي بېځایه شوو، سېلابځپلو او اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
میدانوردګو کې ځايي سرچینې وایي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو په نرخ ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه او بلخوا د بغلان په مرکز پلخمري کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وایي، د هرات په دوو ولسوالیو کې د دې ټولنې له لوري جوړ شوي، ۲۸۸ نور کورونه زلزلهځپلو کورنیو ته وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP