Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د ځايي کوچیانو او سیمې خلکو ترمنځ شخړه کې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو ولایت مقام وايي چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوندو کې د ځایي کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې دوو وروڼو ژوند بایللی او پلار یې ټپي شوی دی.

د میدان‌وردګ ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شخړه د سیداباد ولسوالۍ شنیز سیمې اړوند په جنګجای کلي کې د غره د بوټو پر سر د ځایي کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ شوې چې له امله یې دوو وروڼو ژوند بایللی او پلار یې پټي شوی دی.

سرچینې لیکلي چې له شخړې وروسته د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي وو خو د امنیتي ځواکولو له لوري په غزني او لوګر ولایتونو کې نیول شوي چې له لومړینو پلټنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

په خبرپاڼې کې د سیداباد د ولسوال ملا میرویس اخندزاده په حواله لیکل شوي: «له شخړې وروسته کوچیانو له سیمې تېښته کړې چې د امنیتي ځواکونو له خوا یو تن د غزني په زنخان ولسوالۍ او پنځه تنه نور د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د یادې پېښې په تور نیول شوي دي.»

سرچینې زیاته کړې چې د میدان‌وردګو ولایت مقام د ټپي کس د درملنې لپاره د هغه له کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.