Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو په جغتو کې د لسګونو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۶ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د میدان‌وردګو ولایت د مقام رسنیز دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ۶۶ پروژې نن د اکتید موسسې له لوري د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې پیل شوې.

د دغو پروژو پرانیستې په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده ویلي چې په هېواد کې له خدمتونو بې‌برخې ۲۷ ولسوالیو کې دغه ډول پروژې پیل شوې چې له دې ډلې یوه یې هم د د میدان‌وردګوجغتو ولسوالي ده.

هغه زیاته کړې: «هڅه مو دا ده چې د هېواد په لرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې او خدمتونه ورته وړاندې کړو چې په تېرو شلو کلونو کې ورته کار نه دی شوی، د ولسونو اړتیاوو ته په کتو په ښه او لوړ کیفیت بنسټیزې پروژې پلې کړو.»

دغه‌راز د میدان‌وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي وحیدالله راشد ویلي چې په یادو پروژو کې د پلونو، پول‌ګوټو، سړکونو، کانالونو، سربندونو، ذخیره‌وي بندونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

په دغو مراسمو کې د میدان‌وردګو مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ له خلکو غوښتي چې له یاد ریاست او موسسې سره د بنسټیزو پروژو په ښه پلي کېدو کې همکاري وکړي.

بلخوا د جغتو ولسوالۍ خلکو د یادو پروژو پر پیل خوښي څرګنده کړې او له مسوولینو یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.