د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري او دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي؛ خو یو مسوول وايي چې د ستونزې د هواري په موخه ځیني پروګرامونه لري.
د غور ولایت سیمهییزې سرچینې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
په غور کې یو شمېر روږدي کسان په داسې حال کې د درملنې غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې روغتون د بستر څانګه غېرفعاله ده؛ خو مسوولین د دغې څانګې د فعالولو لپاره د هڅو د پيل خبر ورکوي.
فیروزکوه (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د غوریانو په باور، پر ګرمو اوبو حمام پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخه نیسي، خو ډاکټران یې ردوي
په نیمروز ولایت کې یوه باوري سرچینه وایي، څه باندې لس ورځې کېږي چې د «کمال خان» بند یوه برخه اوبه د زرنج ښار اوسېدونکو د ستونزې هواري په موخه خوشې شوې چې د دغو اوبو لږه برخه یې پرون ایران ته رسېدلې ده.
د غور ډاکټران په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره په خپلسرې توګه د درملو کارول خطرناک عمل بولي چې د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره د ډاکټر له سپارښتنو پرته درمل کاروي.
د غور ولایت د کووېډ-۱۹ روغتون مسوول وایي، د کافي پیسو نشتوالي له امله د دغه روغتون خدمتونه یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوي دي.
د غور سیمهییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې څلور کسان د یوې وژنې په تور نیولي دي.
ځینې هغه کورنۍ چې ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي، بېوزلي، ناداري او وچکالي پر خوارځواکۍ د خپلو ماشومانو د اخته کېدو اساسي لاملونه بولي او له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
فېروزکوه (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): افغان تنکی ځوان چې ۱۱ شپې او ورځې یې په ناقانونه ډول په لوڅو پښو ایران ته سفر کړی او