ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ډاکټران: د کرونا درملنې لپاره په خپلسرې توګه د درملو کارول خطرناک دي

د غور ډاکټران: د کرونا درملنې لپاره په خپلسرې توګه د درملو کارول خطرناک دي

author avatar
17 Jul 2022 - 17:59
د غور ډاکټران: د کرونا درملنې لپاره په خپلسرې توګه د درملو کارول خطرناک دي
author avatar
17 Jul 2022 - 17:59

فېروزکوه (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د غور ډاکټران په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره په خپلسرې توګه د درملو کارول خطرناک عمل بولي چې د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره د ډاکټر له سپارښتنو پرته درمل کاروي.

وروسته له هغه چې دوه نیم کاله وړاندې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس خپور شو، د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ خلک وېرې واخیستل.

د غور ولایت د اوسېدونکو په ګډون د افغانستان خلکو د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره، د ځينو خوراکونو، روغتیايي لارښوونو د مراعاتولو او طبیعي بوټو کارولو ترڅنګ، په خپلسرې توګه ځیني طبي درمل هم کارول.

د غور اوسېدونکي: د کرونا درملنه مو په عادی درملو وکړه

اوس چې د کرونا ویروس له خپرېدو تر دوو ډېر کلونه تېر شوي، په غور کې د پژواک خبریال موندنې ښيي چې د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي لاهم په دې باور دي چې ځیني عادي او د ډاکټر له تجویز پرته ځیني درمل د کرونا ناروغانو په درملنه کې اغېزناک تمامېدلای شي.

د فېروزکوه ښار اوسېدونکې فریده چې د زده‌کړې له نعمته بې‌برخې ده، اوسمهال د دې په ګډون د پینځه کسیزې کورنۍ ټول غړي یې د زکام او ستوني درد پر ناروغۍ اخته دي.

فریده له خپل ۶ کلن زوی سره د فيروزکوه ښار یوه درملتون ته ورغلې ده، د ډاکټر نسخه یې نه درلوده، خو د درملتون له مالکه یې ځیني درمل لکه کفکول، پاراسټامول او امپېسلین غوښتي دي.

نوموړې چې له تبې، ځان درد او د سږو له درده ځورېږي، د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ښايي پر کرونا اخته وي، ولې ډاکټر ته نه ده ورغلې او د ډاکټر له سپارښتنې پرته ولې درمل اخلي؟ وویل چې د ګاونډي ښځه یې چې ښوونکې ده، د دغو درملو د کارولو سپارښتنه یې ورته کړې ده.

هغې زیاته کړه: «هرکله چې مې سر درد کوي، ټوخېږم او یا می ځان او ستونی درد کوي، نو د پراسټامول او کفکول ګولیو او سینې شربتو څخه استفاده کوم او بیا ښه کېږم.»

نوموړې وايي، د ګاونډي ښځې یې ورته ویلي چې حتا که کرونا هم وي، همدا درمل ورته ښه دي.

په ورته وخت کې، د غور یو بل اوسېدونکی محمدعمر وايي، د سردردۍ، تبې او یاهم ستوني درد په څېر د ځینو ناروغیو د درملنې لپاره ډاکټر ته نه ورځي، بلکې خپله له درد آراموونکو درملو کار اخلي.

نوموړي زیاته کړه: «تل د سر او ستوني درد راته پیدا کېږي، له درملتونه د سر او ستوني درد ګولۍ را اخلم او ورسره ښه کېږم.»

محمدعمر ادعا وکړه، تېر کال چې خپل اویا کلن پلار یې پر کرونا ناروغۍ اخته و، په خپلسرې توګه یې د درملو د رانیولو له لارې درملنه وکړه.

په غور کې یوه درمل پلورونکي عبدالرشید فرجاد له پژواک سره په خبرو کې وویل: «ډېر کسان راځي او په خپلسرې توګه درمل اخلي؛ په داسې حال کې چې له ورایه د کرونا نښې پکې ښکاري.»

د طب پوهان: په خپلسرې توګه د درملو کارول خطرناک دي

ډاکټران د هر ‌ډول ناروغۍ په ځانګړې توګه کرونا لپاره په خپلسرې توګه د درملو کارولو سپارښتنه نه کوي. دوی ټینګار کوي چې ناروغان باید د ناروغۍ له تشخیص پرته په خپلسرې توګه درمل ونه کاروي.

د غور د ولایتي روغتون یوه ډاکټر محمدشریف قاضي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د هر ډول ناروغۍ د درملنې لپاره په خپلسرې توګه د درملو کارول ناسم کار دی؛ ځکه دا کار خطر هم له لرلای شي.

هغه زیاته کړه: «متاسفانه زموږ خلک د سردرد او ځان درد په څېر ناروغیو او حتا کرونا لپاره له خپلسرو درملو استفاده کوي چې دا ډول استفاده، څو جانبي عوارض لري، یو یې هم د معدې زخم رامنځته کول دي، یا له ډیکلیفونک څخه استفاده کوي او یاهم له پراسټامولو څخه چې د کبدي یا ځیګر انزایمونو د ډېرېدو لامل ګرځي چې حتی کولای شي په ځينو کسانو کې د ژېړي ناروغي هم رامنځته کړي.»

نوموړي هېوادوالو ته سپارښتنه وکړه چې په هر حالت کې ډاکټر ته مراجعه وکړي او د ډاکټر له مشورې پرته هېڅ ډول درمل ونه کاروي.

په ورته وخت کې، ډاکټر عبدالاحمد نوري هم وايي چې په هر ‌ډول ناروغۍ کې په خپلسرې توګه د درملو کارول د هر کس لپاره خطرناک تمامیدلای شي، خو د کرونا ناروغانو لپاره بیا لا خطرناک دي؛ ځکه دغه ناروغي د اخته کس بدن سخت کمزوری کوي.

نوموړی زیاتوي: «ډېری خلک کله چې د کرونا پر ناروغۍ اخته کېږي، پرته له دې چې د خپلسرو درملو له خطرونو او زیانونو خبر واوسي، د پراسټامولو، ډیکلیفونک، انتي بیوتیک او نورو درملو کارولو ته مخه کوي.»

ده زیاته کړه: «متاسفانه څو تنه هېوادوال د درملو د همدغو خپلسرو کارولو له امله موږ ته راغلي او کله چې مې ترې وپوښتل نو ویل به یې، هغه درمل چې د درد لپاره ښه وو، کارولي یې دي، نو له دې امله دوی د ځیګر له ستونزې سره مخ شوي او موږ د دغه شان ناروغانو درملنه له سره پیل کړې او کورنۍ باید دېته پام وکړي، کله چې پر کرونا اخته کېږي، نو له هر ډول درملو څخه دې استفاده نه کوي.»

دغه­راز نوموړي زیاته کړه، ان ځیني کسان هم چې هېڅ ناروغي نه لري، د خپل بدن د مقاومت لپاره له ویټامین (D) یا ویټامین (C) درملو له کچې ډېر کاروي چې دا هم د انسانانو د بدن لپاره زیانمن تمامېدلای شي او ناروغانو ته لا ډېر خطرونه رامنځته کوي.

یاد دواړه ډاکټران په ټینګار سره خلکو ته سپارښتنه کوي چې د ډاکټر له مشورې پرته هېڅ ‌ډول درمل ونه کاروي.

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.