ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناقانونه کډوالۍ ترخې کیسې؛ له ایرانه بېرته راګرځول شوي تنکي ځوانان له دولت او مرستندویه موسسو مرسته غواړي 

د ناقانونه کډوالۍ ترخې کیسې؛ له ایرانه بېرته راګرځول شوي تنکي ځوانان له دولت او مرستندویه موسسو مرسته غواړي 

author avatar
6 Jun 2022 - 18:54
د ناقانونه کډوالۍ ترخې کیسې؛ له ایرانه بېرته راګرځول شوي تنکي ځوانان له دولت او مرستندویه موسسو مرسته غواړي 
author avatar
6 Jun 2022 - 18:54

فېروزکوه (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): افغان تنکی ځوان چې ۱۱ شپې او ورځې یې په ناقانونه ډول په لوڅو پښو ایران ته سفر کړی او بېرته راګرځول شوی، له حکومته غواړي چې له دې ډول کورنیو سره باید مرسته وشي، څو د کار لپاره هېواد پرې نه‌ږدي.

د غور اوسېدونکی ۱۶ کلن تنکی ځوان عبدالبصیر یو له هغو کسانو دی چې تازه د ایران له لوري بېرته هېواد ته را اړول شوی او د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راغلی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، درې میاشتې مخکې یې د دغه ولایت له یو شمېر نورو ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره په دې اړه له معلوماتو پرته چې د ناقانونه کډوالۍ پر لاره به له کومو ستونزو سره مخ کېږي، ځان یې انساني قاچاقبرانو ته وسپاره او د ایران د سختو لارو پر لور یې حرکت وکړ.

هغه چې د ښه ژوند او ایران ته په تګ کې له خپلې کورنۍ سره د مرستې خوبونه ویني، وايي چې ایران ته د رسېدو لپاره یې ډېرې ستونزې زغملې او حتا د کډوالۍ سختې لارې یې په لوڅو پښو وهلې  دي.

هغه زیاتوي: «موږ کله چې له غوره هرات او له هراته نیمروز ولایت ته لاړو، زموږ شمېر ۸ کسان و؛ زما لومړی ځل و چې په سفر تللی وم.»

یاد ماشوم وویل، په خپله خوښه په دې سفر روان شو؛ ځکه اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب و او د خپل کلي له ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره یو ځای مخ پر ایران شو.

هغه زیاته کړه: «قاچاقبر موږ یوه ټویټا موټر ته دننه کړو، ځای مو ډېر تنګ و، له ځایه نه شوای ښورېدای او د لارې په اوږدو کې له قاچاقبرانو سره لاس په لاس کېدو، ډېر سختۍ مو ولیدې.»

هغه وایي، قاچاقبرانو دوی له هغو لارو اړول چې ډېری برخه یې غرونه او درې وې، کله کله په غرونو کې د کاڼو ښویدو له امله د ځینو ځوانانو او ماشومانو د مړینې شاهدان وو.

د یاد غوري ماشوم په وینا، ۱۱ شپې او ورځې یې په پلې ډول دغه لار وهلې، تر دې چې زاړه بوټان یې له پښو ولوېدل او په لوڅو پښو او وږي نس یې دغه سخته لار ووهله او ایران ته یې ځانونه ورسول.

د غور د یاد ماشومام بدمرغي یوازې دلته پای ته نه رسیږي؛ بلکې د پلي تګ له امله یې پر پښو له راپیدا شوو ټپونو څخه هم ځورېده او زیاته یې کړه: «څو چې ایران ته رسېدو باور وکړه چې له تلو بېزار شوو.»

هغه وایي، کله چې ایراني پولیسو دی او یو شمېر نور افغانان ونیول، بېرته یې افغانستان ته راواړول او له څه مودې وروسته تش لاسونه کور ته راغلل.

بل غوري ماشوم ۱۷ کلن شېراحمد وایي: «په کور کې مو د خوراک لپاره څه نه درلودل، د ماما له زوی سره مې هوډ وکړ چې ایران ته لاړ شو؛ نیمروز ته لاړو او قاچاقبرانو غوښتل چې موږ له هغه ځایه د پاکستان د پولې له لارې ایران ته یوسي، خو ونه توانېدو ایرانه ته ورسېږو او د ایراني پولیسو لاس ته ورغلو؛ هغوی موږ مجبورولو چې د دوی په مرکزونو کې د ډوډۍ خوړلو کاسې ورته ومینځو، اتاقونه یې وته پاک کړو؛ موږ ته یې سپکاوی کاوه، په څپیړو یې وهلو تر دې چې یوه ورځ یې موږ مرز ته راوړو، په خالي لاس یې وسپارلو او کور ته راغلو.»

یاد دواړه تنکي ځوانان له دولت او ماشومانو د ملاتړ له بنسټونو غواړي چې دوی ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو اړ نه شي له ناقانونو لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحی زعیم وایي چې په دې وروستیو کې IOM دفتر یا د کډوالۍ نړیوال سازمان په دغه ولایت کې له ۲۲ بېرته راګرځول شوو ځوانانو سره له ۲۲ تر ۳۴زره افغانیو نغدي مرسته وکړه.

هغه وویل، هڅه کېږي څو وکولای شي چې په یاد ولایت کې د ملي او نړیوالو موسسو په مرسته له ډېر شمېر خلکو سره مرسته وکړي.

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.