ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له کرونا د خوندیتوب لپاره ناسم باورونه پرېږدئ، روغتیايي لارښوونې رعایت کړئ»

«له کرونا د خوندیتوب لپاره ناسم باورونه پرېږدئ، روغتیايي لارښوونې رعایت کړئ»

author avatar
14 Aug 2022 - 19:17
«له کرونا د خوندیتوب لپاره ناسم باورونه پرېږدئ، روغتیايي لارښوونې رعایت کړئ»
author avatar
14 Aug 2022 - 19:17

فیروزکوه (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د غوریانو په باور، پر ګرمو اوبو حمام پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخه نیسي، خو ډاکټران یې ردوي او خلکو ته توصیه کوي چې روغتیايي لارښوونې په جدي توګه مراعات کړي.

دغه ­راز، د یاد ولایت د اوسېدونکو په باور، ځوانان د زړو په پرتله لږ پر کرونا اخته کېږي.

د یادونې ده، کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د چین په «وهان» ښار کې ولیدل شو او په ډېر لږ وخت کې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته خپور شو او د نړۍ­والو بنسټونو له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه سلګونه میلیونه کسان په نړۍ کې  پر کوويډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او تر ۶.۳ میلیون ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه­راز د ویلو ده چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په فبرورۍ کې په هرات ښار کې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې او ورپسې په ټول هېواد کې خپره شوه. د پژواک د یوه راپور له مخې، د افغانستان عامې روغتیا وزارت په غبرګولي میاشت کې ویلي وو چې تر اوسه پر دې ناروغۍ تر ۱۹۷ زره ډېر کسان اخته شوي او تر ۷۶۰۰ ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني هېوادوالو دغه ویروس له پامه غورځولی، ځیني بیا له یوناني درملو او یو شمېر نور بیا د کورنۍ درملنې له لارې د ځانونو درملنه کوي.

غوریان: پر ګرمو اوبو حمام کول کرونا ویروس له منځه وړي

د فیروزکوه ښار اوسېدونکې ۲۲ کلنې زلیخا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې ډېری پر دې باور دي چې په ډېرو ګرمو اوبو سره حمام کول د کرونا ویروس له منځه وړلی شي.

نوموړې وايي، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته دا او د کورنۍ ټول غړي یې هره ورځ په ګرمو اوبو حمام کوي او تر اوسه یې د کورنۍ هیڅ یو غړی پر دې ناروغۍ نه دی اخته شوی.

په ورته وخت کې د غور د پسابند ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی فضل‌احمد جمشیدي هم وايي: «په ګرمو اوبو حمام کول پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخه نیسي، که څه هم زه دوه ځلې پر کرونا اخته شوم، خو هر ځل چې پرې اخته شوم، د ورځې مې څو ځلې په ګرمو اوبو حمام کړی چې په پایله کې ژر بېرته ترې روغ شوم.»

نوموړي وویل، دوستانو او خپلوانو ته یې هم دا سپارښتنه کړې چې پر ګرمو اوبو حمام وکړي او د کرونا ویروس پر وړاندې ځانونه خوندي کړي.

د غوریانو یو بل باور: ځوانان پر کرونا نه اخته کېږي؛ ځکه د بدن مقاومت یې لوړ دی

د فیروزکوه ښار اوسېدونکي سهراب علي وویل: «ځوانان پر کرونا نه اخته کېږي؛ ځکه د هغوی د بدن مقاومت لوړ دی.»

سهراب چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه یې ماسک نه دی کارولی، وايي چې خپل مور، پلار او نیکه ته تل ماسک اخلي څو په ګڼه ګونه او تجمعاتو کې استفاده ترې وکړي.

په ورته وخت کې، غور کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې فاطمه وايي: «کرونا تر ډېره کمزوري او زاړه کسان نیسي؛ ځکه د هغوی د وجود مقاومت ټيټ دی؛ موږ ځوانان له لوړ مقاومت څخه برخمن یو.»

نوموړې هم چې ماسک نه کاروي، زیاتوي چې د دوی په کلي کې تر ډېره زړې ښځې او زاړه نارینه پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د غور د ځینو اوسېدونکو په باور، ګرمه هوا او په ګرمه خونه کې اوسېدل، کرونا میکروب له منځه وړي

د فیروزکوه ښار اوسېدونکې جمیله وايي، د غور ډېری اوسېدونکي پر دې باور دي، هغه ځای چې ګرمه هوا لري، هلته د کرونا ویروس شتون نه لري.

نوموړې په دوام کې وویل: «موږ له همدې امله ځانونه ګرم ساتو، ګرم خواړه ډېر خورو او ګرم مایعات څښو، څو له کرونا ناروغۍ خوندي پاتې شو.»

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمدخسرو هم پر دې باور دی چې په ګرمه هوا کې د کرونا میکروب وده نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړه: «موږ په پسرلي او ژمي کې ځانونه ډېر ګرم ساتو، ګرم خواړه خورو او ګرمې نوشابې تیاروو.»

خو ډاکټران: دا ټول ناسم باورونه دي چې خلک بې­لارې کوي

غور کې یوه ډاکټر محمدشریف قاضي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، کرونا ویروس په هر اقلیم کې د هر عمر کسان تر خپل اغېز لاندې راولي او پر دغه ویروس اخته کېږي.

هغه زیاته کړه: «دا یو غلط باور دی چې کرونا ویروس یوازی لوړ عمره او زاړه کسان نیسي او نور ترې خوندي دي، داسې نه ده، پر کرونا ویروس هم ځوان او هم زوړ اخته کېدلی شي.»

نوموړي په دوام کې زیاته کړه: «ډېری خلک پر دې باور دي چې ګرم اقلیم او یا په ګرمو اوبو حمام کول د کرونا مخه نیسي، دا هم یو ناسم باور دی، کرونا ویروس په ټولو اقلیمونو کې خپل اغېز لري، که هغه ګرم او یا سوړ اقلیم وي.»

یوه بل ډاکټر عبدالاحمد نوري پژواک ته وویل، کوویډ۱۹ ویروس هیڅ عمر او کال نه پېژني او د روغتیايي مواردو نه مراعاتولو پر مهال هر څوک پرې اخته کېږي.

هغه زیاتوي: «تر اوسه دا نه ده تثبیت شوې چې کرونا ماشومان او ځوانان نه نیسي، د دغه ویروس نښې په ماشومانو او ځوانانو کې هم شتون لري، خو د ماشومانو او ځوانانو د بدن مقاومت ډېر دی؛ په ټوله کې پر دغه ویروس ټول اخته کېږي.»

نوموړی دغه­راز وايي، په ګرمو اوبو حمام کول هېڅ طبي توجیه نه لري او دا د ټولنې د خلکو په منځ کې یو ناسم باور دی.

یاد دواړه ډاکټران ټینګار کوي چې خلک باید پر دغه ډول ناسمو باورونو تکیه ونه کړي؛ دوی ته سپارښتنه کوي چې خلک باید روغتیايي لارښوونې په جدي توګه مراعات کړي.

پر اوبو او صابون لاسونو مینځل، ماسک کارول، سرپټو او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نه ورتګ، د یو متر واټن مراعاتول هغه روغتیايي موارد دي چې د روغتیا نړۍ­وال سازمان له لوري پر کرونا ویروس له اخته کېدو د مخینوی لپاره وړاندې شوې دي.

Visits: 111

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.