Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست د فراه، کندهار او خوست ګمرکونو ته د څه باندې ۵۲ میلیون افغانیو په ارزښت درې کرینونه پېرلي دي.
د ازبېکستان د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
روسیې د اوکراین شمالختیځ کې پر سومي ښار توغندیز برید کړی چې په پایله کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د سټنډرډ عالي شورا په بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب کړل.
افغان او ازبک چارواکو په تاشکند کې د اوبولګولو سیسټمونو د پراختیا، د امو سیند د تحکیماتو، د اوبو له سرچینو د موثرې استفادې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۸ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
امریکا او ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر خبرې «مثبتې او رغنده» بللې او سپینه ماڼۍ وایي، ټاکل شوې چې دواړه خواوې به راتلونکې اونۍ بیا سره وویني.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبېکستان ته ولاړ.
کابل کې د بریتانیا شارژدافیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هڅه کوي څو افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان د اجنډا په سر کې ځای ومومي.
د ټولګټو وزارت وایي، د بغلان – بامیان لویه لار چې د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند څو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په غزني ولایت کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښټ د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې او په پنجشېر کې بیا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د مالیې وزارت وايي چې د نیمروز ګمرک اړوند د یاد ولایت د بندروالۍ لپاره د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو تمځای د جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP