د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ازبکستاني شرکت سره د جوزجان ولایت د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ او یاد شرکت به په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه او په لسو کلونو کې یو میلیارد امریکایي ډالر پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې اسلامي امارت له ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي، خو د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر نه دی او نه به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعائر تر پښو لاندې کړي.
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د یوې کړنلارې له مخې به د اوبلن ګاز ټول دولتي او خصوصي شرکتونه خپلې د ګازو زېرمې له ښارونو او د ګڼې ګوڼې له ځایونو وباسي او په ټولو معیارونو برابر به نوي تاسیسات ورته جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP