ژبه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر نه دی

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي چې اسلامي امارت له ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي، خو د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر نه دی او نه به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعائر تر پښو لاندې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادې څرګندونې تېره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د افغانستان پېژندنې ماسټرۍ برنامې له مسوولینو او محصلینو سره په لیدنه کې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس پوهنمل حسین احمدزي د یاد پوهنځي په اړه د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په دغه پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې د ماسټرۍ پروګرام تازه پیل شوی چې لومړنۍ دوره فارغ کادرونه به ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړي وویل، د دغه پروګرام مسوولین او محصلین هڅه کوي د خپلو علمي څېړنو او کنفرانسونو پر مټ نړۍ ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، په یاده برخه کې دې اسلامي امارت د دوی لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد ډاکټر فیض‌محمد ځلاند وویل، د خوښۍ ځای دی چې د پوهنتون استادان او محصلین کولی شي له خپلو مسوولو چارواکو سره خپلې علمي لاسته راوړنې او ستونزې شریکې کړي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ځوانو کادرونو ته دې د افغانستان په سیاسي لیدلوري او مسلکي برخه کې د جذب زمینه برابره شي.

دوی له اسلامي امارته د تاریخ او فرهنګ ملي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه، څو د افغانستان فرهنګ او تاریخ ژوندی وساتي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې وویل، اسلامي امارت د اسلامي نظام د ټینګښت او تقویت ترڅنګ په سیاسي او اقتصادي میدان کې د افغانستان ځلولو هڅه کړې چې دا مهال اسلامي امارت په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ رسمي استازولۍ لري او له نړۍ سره تعامل مثبت لور ته روان دی.

دی وايي، اسلامي امارت له ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي خو د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر نه دی او نه به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعائر تر پښو لاندې کړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چا ته د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي.

ورته موضوع