Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون کې د یو شمېر پروژو کار پیل او د ۱۸ میليون افغانیو په لګښت د یاد پوهنتون د احاطوي دېوال په ګډون د یو شمېر نورو پروژو چارې بشپړې شوې.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو او له دغه بسه به په هېواد کې د ښاري خدماتو لپاره کار واخیستل شي.
د کابل ښار په ۲۰مه ناحیه کې د ۲۷،۲ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وايي، له ټولو نړۍوالو او د بشري حقونو له بنسټونو تمه ده څو نه یوازې په ژمنه، بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د برېښنا پراختیا او اوبو رسولو پروژو برخه کې مرسته وکړي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د زندانونو چارو د سمون له ادارې، د علومو اکاډمۍ، د کورنیو چارو له وزارت، اسلامي بانک، افغان ملي بانک او یوې موسسې سره د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په کچه ۳۲۲۸ کسان د نسناستي پر ناروغۍ اخته شوي چې د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت د سوداګرو هر ډول ملاتړ کوي او د ستونزو د حل لپاره یې په هره کچه چې اړتیا وي، هڅې نه درېغوي.
د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ملي بانک او د کجکي برېښنا انرژۍ د تولید شرکت ترمنځ د ۱۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د کجکي برېښنا بند پروژې د مالي ملاتړ تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې د صنعتي ساحو قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
راپورونه وايي چې دا مریکا په فلورېډا ایالت کې د «مېلټن» په نوم د توپان له امله شاوخوا دوه میلیون کسانو ته د خپلو کورونو د پرېښودو او خوندي ځای ته د تلو امر شوی دی.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له یوې موسسې سره یې د څه باندې ۱۳۳ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکرهلیک لاسلیک کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP