Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست له محتسبینو غوښتي چې په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلند کار واخلي او د ولسي وګړو خصوصي حريم ته درناوی وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له استانبول ښار څخه ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي چې اسلامي امارت د نړۍ ټولو هغو اندېښنو ته رسېدنه کړې چې د افغانستان د خاورې په هکله یې لرلې.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تېره اونۍ د فراه، نمیروز او هرات ولایتونو له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي ګرځول شوي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د مرکز کوېټې ښار د رېلګاډي په یوه تمځای کې نننۍ چادونه وغندله.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د لغمان پوهنتون کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي د اقتصاد وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د کرنې په سکټور کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو د ملاتړ لپاره د ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالرو ځانګړي کولو ژمنه کړې ده.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې اسلامي امارت خلکو ته د تکلیف رسولو نه، بلکې هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو حل لپاره هڅې کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست د هندوستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له درېیو موسسو سره یې د څه باندې ۶۳۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو بیا تر اوسه د شاوخوا ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظور شوې دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د کابل علياباد تدریسي روغتون کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوې درې پوړیزې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP