Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د کیکبوکسینګ شپږ لوبغاړي د دې رشتې په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ایران ته لاړل.
د افغانستان د بېسبال فدراسیون وایي، د هېواد د بېسبال ملي لوبډله د عرب کلاسیک بېسبال سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته لاړه.
د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د کابل ښار د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلونو کمعمره اسیام جام سیالیو او د پاکستان او اماراتو د لوبډلو پر وړاندې د درې اړخیزو سیالیو لپاره ۱۸ کسیزه افغان لوبډله اعلان کړ.
د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله.
د محمدعلي کلې مېرمن وایي چې افغان ورزشکاران په نړۍواله کچه ښه نوم لري او د ورزش برخه کې هغوی ته ښه فرصت شته، باید ترې استفاده وکړي او په نړۍوالو المپیکي سیالیو کې برخه واخلي.
د سوکوهنې د مسلمان افسانوي لوبغاړي محمدعلي کلي مېرمن خلیله کلي او ورسره مل پلاوی نن کابل ته راغلل.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې خپله پنځمه لوبه هم قرغیزستان ته وبایله.
د افغانستان د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډلې د ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې هانګکانګ ته لوبه وبایلله.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې خپله څلورمه لوبه تاجکستان ته وبایلله.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، ترکي سوداګر غواړي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو استخراج، د کالیو، موبل او فرنیچر او سړک جوړولو او دغه راز د ماشینرۍ تورید او ترمیم برخو کې پانګه وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډله د ځوانانو اسیا جام شلاووریزو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له هانګکانګ سره وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن