Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځايي مسوولین وايي چې په غزني، پروان او بادغیس ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت یو شمېر اهل هنود او سیکان ادعا کوي چې د تېرو کورنيو جګړو پر مهال یې ځمکې او نور ملکیتونه غصب شوي او ټینګار کوي چې بېرته دې ورته وسپارل شي.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۸ ولسوالیو د لوبغاړو ترمنځ د مویټای سیالۍ پیل شوې.
د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۲۴ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.
میدان ښار (پژواک، ۸ جوزا ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت د بهسودو لومړۍحصې ولسوالۍ په مرکز کې د رواشو فرهنګي میله په ځانګړو مراسمو سره ترسره
د غزني د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر نجونو، د تعلیمي او فرهنګي بنسټونو په همکارۍ د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانیستی دی.
د غزني د جاغوري ولسوالۍ خلک د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د زابل د خاکافغان ولسوالۍ خلکو ته د دوستي په نوم یو ښوونځی جوړوي.
په غزني کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت لس د اوبو چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په غزني کې یو شمېر زدهکوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي.
امنیتي مسوولین وايي چې په بلخ او غزني ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د غزني ښار نواباد سیمه کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د څلورو ترانسفرمرونو په نصبېدو سره۱۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.
د غزني په مرکز کې د خلکو په مالي لګښت د هلکانو او نجونو دوو دیني مدرسو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP