غزني (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): په غزني ولایت کې د ۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه لوی جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ۴۵۰ کیلوګرامه قاچاقکېدونکي چرس او ورسره په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د غزني زنخان ولسوالۍ یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او له کلونو راهیسې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
په غزني کې په درېيو جلا جلا سیمو کې درې ځوانانو او جوزجان کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنې کړې دي.
د غزني اندړو اړوند سردې بند کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د غزني جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د غزني مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د رغولو لپاره یې اقدام وکړي.
غزني کې نن له ۵۰۰ بزګرو او په فراه کې له ۱۶۸۹ کوچیانو سره د نغدو پیسو او کرنیزو توکو مرسته وشوه.
د غزني د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وایي، د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره اړ دي چې بلې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د لس میلیون ډالرو په لګښت د «سعد ابن ابي وقاص اسلاميه دارالعلوم» په نوم یو علمي کمپلکس جوړېږي چې د تخصص تر کچې به دیني زدهکړې پکې ترسره کېږي.
د غزني ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د اورلګېدنې له امله يو کس مړ او هټۍ یې په بشپړ ډول سوځېدلې ده.
د غزني ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د اوبو یو بند جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخې ته تللې چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي او ۵۰۰ کورنۍ به په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کړي.
په غزني کې یو شمېر د سرو زرو پلورونکي د بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي او وايي، په دې وروستیو کې د سرو زرو د پلور کچه تر ۷۰ سلنې کمه شوې او خلک د پخوا په څېر د دغو توکو پېرلو ته زړه نه ښه کوي.