ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې له خرابوالي شکایت کوي

د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې له خرابوالي شکایت کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د غزني مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د رغولو لپاره یې اقدام وکړي.

هغوی زیاتوي، د دغه سړک جوړولو چارې یو ځل مخکې د تېر نظام پر مهال پیل شوې وې او یو څه کارونه یې هم مخکې تللي وو خو وروسته یې چارې د نامعلومو دلیلونو له امله ودرېدې.

د یادې ولسوالۍ یوه مشر علي‌حسین پژواک خبري اژانس ته وویل، د غزني مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لار ډېره خرابه ده او خلک یې  له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د غزني ښار او جاغوري ولسوالۍ ترمنځ سړک خامه دی او د غرونو په منځ کې تېر شوی، بېخي خراب دی، کله چې خلک ښار ته خپل ناروغان راولي، نو ان ځیني یې پر لاره ساه ورکوي.»

د جاغوري یوه بل اوسېدونکي ضمیر بیا وايي چې اوس پر یاده تګ راتګ ډېر سخت شوی، په واورو او سېلابونو راوتلو پر مهال خو بېخې په شپو ورځو لار بنده وي؛ نو ځکه خلک په اسانۍ سره ښار ته نه شي رسېدلی.

هغه زیاتوي: «د دغه سړک کارونه په ۱۳۹۷ کال د تېر جمهوري نظام پر مهال پیل شوی و چې کارونه یې د جاغورو ولسوالۍ په اړوند ساحه کې څه ناڅه مخې ته تللي او بیا د نامعلومو دلایلو له امله درېدلی دي.»

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې لارې جوړولو ځیني مواد، لکه سلګونه بېرل قیر، سمنټي تختې، ګول سیخ او زرګونه موټر ډبرې په جاغوري ولسوالۍ کې پاتې دي.

د جاغوري اوسېدونکي دغه راز وايي چې په سلګونو بېلره قیر یا ډامبر چې له هغه وخته تر اوسه پاتې دي، کر پر وخت پاملرنه ورته ونه شي او خوندي نه شي له منځه ځي.

په ورته وخت کې د غزني ولایتي مسوولین هم یاده ستونزه مني او وايي، هڅې یې پیل کړې څو د غزني د ټولو ولسوالیو لارې ورغوي.

د غزني د ټولګټو چارو رییس ملا محب‌الله عباس پژواک ته وویل: «رښتیا هم پر دي لار په سلګونه بېلره قیر پاتې دی چې له مرکز سره یې د ساتني په موخه وړاندیزونه شریک شوي او د مرکز له هدایت وروسته به غور ورباندې وشي.»

نوموړی زیاتوي، اوس مهال د کابل – کندهار ترمنځ غځېدلي لوی لارې ۹۰ کېلومتره سړک رغونې چارې جریان لري چې ډېر ژر به بشپړې شي او په خبره یې، له هغه وروسته به د غزني مرکز او یو شمېر ولسوالیو ترمنځ د غځېدلو لارو رغولو چارې هم پیل شي.

هغه وویل چې ولایتي اداره په ټول توان سره هڅه کوي، خلکو ته خدمت وکړي او د ولسونو خدمت خپله وجیبه ګڼي.

د غزني او جاغورو ولسوالۍ لار د غزني له مرکزه قره‌باغ ولسوالۍ ته غځېدلې او بیا له هغه پورته د غرونو پر لور د ګاومېشک، زردالو، زیارت، کوی ګهواره، نی کلا، نواباد بازار او تمکي سیمې د ۱۳۰ کیلومتره په اوږدو کې تېره شوې ده.

Visits: 112

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.