د غزني ځایي چارواکي وایي، نن د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درې کسان مړه شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.
د غزني ښار دویمې ناحیې اړوند د دوو سړکونو د قیر کولو چارې د دغه ولایت د ښاروالۍ په مالي لګښت پېل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
. . .
د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د خلکو په شخصي لګښت د شاوخوا پنځه میلیون افغانیو په ارزښت، د یوه اساسي روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د کوچیانو پر یوه ټراکټور موټر د ماین چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
د غزني او پکتیکا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سردې ستر او تاریخي بند دې د ملي پارک په توګه ونومول شي چې دا چاره د نورو اقتصادي ګټو ترڅنګ، خلکو ته د تفریح او کار ښه زمینه هم برابروي.
کندهار، غزني (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): په غزني ولایت کې له ۸۰۰ اړو کورنیو سره نغدي او په کندهار کې بیا له ۸۰ کورنیو سره
غزني ښار (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲ ): په غزني ولایت کې د ښایسته خان غزنيوال په نوم یوه مدني فعال مېرمن وايي، حکومت د دې
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په شخصي لګښت د ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې.
په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې ۸۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.
په غزني کې د ولاړو اوبو ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیایي پروژو کارونه جریان لري چې ۵۰ سلنه مخې ته تللي دي.