ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ښار کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو قیر کولو چارې پیل شوې

غزني ښار کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو قیر کولو چارې پیل شوې

غزني ښار (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲ ): د غزني ښار دویمې ناحیې اړوند د دوو سړکونو د قیر کولو چارې د دغه ولایت د ښاروالۍ په مالي لګښت پېل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي چې د ښار په ټولو ناحیو کي متوازنې پراختیا ته کار وکړي او په ټولو سیمو کې دغه ډول خام او تخریب شوي سړکونه بېرته ورغوي.

د هغه په وینا، د همدې هڅو په لړ كې به د ښار په دویمه ناحیه کې د ښاروالۍ خدمات پراختیا مومي،  څو ولس له ګڼو پروژو څخه برخمن شي.

نوموړي وویل، په یاده پروژه کې د غزني ښار دویمې ناحیې اړوند د سوداګریزو بلاکونو مخې ته د دوو سړکونو قیر کول شامل دي چې په ټوله کې ۱۰۱۵ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري.

د غزني ښاروال وايي، د یادې پروژې چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي چې ټولیز لګښت یې ۴۳ میلیون افغانۍ کېږي او د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې مسئوولینو ته سپارښتنه کړې چې په کارونو کې چټکتیا راولي.

هغه د سیمې له مشرانو هم وغوښتل چې له ورته پروژو څخه دې دوامداره څارنه وکړي، څو د بشپړو شوو پروژو عمر ډېر شي.

نوموړي یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د لومړۍ او دویمې ناحیو ترمنځ پر تېر شوي رود د یوه پله جوړولو چارې هم پیل شي چې په مرسته به یې د ښاریانو د تګ راتګ ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

په ورته وخت کې، د یادې سیمې خلک او هټۍ‌وال هم د دغې پروژې پر پیلېدو خوښي څرګندوي او له ښاروالۍ څخه په ګڼو نورو برخو کې د اساسي خدماتو وړاندې کولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، ښاروالي دې دغه ډول نورې پروژې هم پلې کړي، څو خلکو ته په بېلابېلو ناحیو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادې سیمي یوه قومي مشر حاجي محمدنور پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاده سیمه کې لسګونه سوداګریز مارکېټونه، کلینیکونه، درملتونونه، د هوايي شرکتونو ټیکټ پلورنځي او نور دوکانونه شته چې د خاورو، دوړو، خټو، نورو ناپاکیو له امله به خلک له راز راز ستونزو سره مخ وو، خو اوس به د دغه سړکونو په جوړېدو سره د خلکو دا ستونزې حل شي.

د غزني ښاروالۍ مسوولینو په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د ښار په ټولو ناحیو کې د سړکونو د ترمیم چارې پیل او ورسره به شته ترافیکي ستونزې کمې شې.

Views: 175

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.