غزني ښار (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲ ): په غزني ولایت کې د ښایسته خان غزنيوال په نوم یوه مدني فعال مېرمن وايي، حکومت د دې خاوند له څلورو ورځو راهیسې نیولی او دوی ته يې د نیول کېدو دلیل نه دی اعلان شوی.
په ورته وخت کې د یاد ولایت مسوولین د ښایسته خان غزنيوال نیول کېدل تاییدوي، خو وايي چې هغه به له پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشی شي.
د غزنيوال مېرمن چې نوم يې په ډاګه نه کړ، پژواک خبري اژانس ته د ټيلېفوني اړیکې له لارې وویل: «امنیتي ځواکونو څلور ورځې وړاندې زما خاوند د غزني ښار په درېیم پلان سیمه کې د خپل کور له مخې له ځان سره وړی دی.»
هغه وايي: «نه پوهېږي چې ښایسته خان غزنيوال په څه جرم نیول شوی، چېرې لېږدول شوی او په څه وضعیت کې به وي.»
هغه زیاتوي، غزنيوال نور څوک نه لري چې پسې وګرځي او یوازې دا دوه واړه اولادونه لري.
بلخوا د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمدالله نثار پژواک ته د غزنيوال نیول کېدل تایید کړل، خو د جزئیاتو له ورکولو پرته يې وویل چې هغه به له پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشی شي.
نثار زیاته کړه چې د غزنيوال د نیول کېدو په اړه به معلومات وروسته په ډاګه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










