ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني او پکتیکا اوسېدونکي وايي، سردې بند دې د ملي پارک په توګه ونومول شي

د غزني او پکتیکا اوسېدونکي وايي، سردې بند دې د ملي پارک په توګه ونومول شي

غزني ښار (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د غزني او پکتیکا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سردې ستر او تاریخي بند دې د ملي پارک په توګه ونومول شي چې دا چاره د نورو اقتصادي ګټو ترڅنګ، خلکو ته د تفریح او کار ښه زمینه هم برابروي.

یاد بند ته د جمعې او نورو ځانګړو ورځو پر مهال د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه زرګونه کسان د مېلې لپاره ورځي، څو هلته له خپلو کورنیو او دوستانو سره د خوښۍ شېبې تېرې کړي.

سردې بند د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ختیځ کې، د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ سردې کلي ته څېرمه موقعیت لري. دغه بند د هېواد په کچه د سترو بندونو په کتار کې راځي او په ١٣٤٦ لمریز کال کې تاسيس شوی چې د ۲۶۰ میلیون مترمکعب اوبو ذخیره کولو ظرفيت لري.

یاد بند دوه لوی کانالونه لري چې دوو خواوو ته غځېدلي، یو یې ۳۰ کیلومټره او بل یې ۲۱ کیلومټره اوږدوالی لري، له دغو کانالونو بیا سلګونه نور واړه کانالونه غځېدلي دي چې  شاوخوا ۱۵۰ زره جريب ځمکه ترې خړوبېږي.

که څه هم له دغه اوبو څخه زرګونه جریب کرنیزه ځمکه خړوبېږي، خو د سیمې خلک وايي، له دغه تاریخي بند څخه دې نوره اقتصادي ګټه هم واخیستل شي، څو د خلکو په ژوند او د بې‌کارۍ کچې په راټيټولو کې مثبت رول ولوبوي.

د اندړو ولسوالۍ د ملا ګلان سیمې دوو اوسېدونکو عبدالجمیل وقار او نصرت‌الله نصرتي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د سردې بند د ملي پارک په توګه نومول به د اقتصادي ګټو ترڅنګ د تفریح لپاره هم یوه ښه زمینه برابره کړي.

دوی وايي: «له وروستیو اورښتونو سره ټول خلک خوشحاله دي او دغه بند ډک شوی، د خلکو خوشحالي لا زیاته شوې، خو په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه بېخي لوړه شوې او د دغه بند د ملي پارک کارونه کولای شي خلک ورسره په کار شي او د بې‌کارۍ کچه راټیټه شي.»

د دوی په وینا، که یاد بند د ملي پارک په توګه ونومول شي، کورني او بهرني سیلانیان به هم راشي او همدراز په سیمه کې به د مرغانو او کبانو د غېرقانوني ښکار مخه هم ونیول شي او زرګونه ځوانانو ته به پکې کاري فرصتونه برابر شي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، یاد بند یو تاریخي ارزښت هم لري، د بند سیمې ته نږدې د سطان محمود غزنوي یو باغ و چې اوس یاده سیمه د سلطان باغ په نامه یادېږي؛ همداراز د مرسلې غونډۍ چې احمدشاه بابا به هلته د ښکار لپاره ورتله، دغه تاریخي غونډۍ د غزني او پکتیکا ولایتونو له لرو سیمو څخه تر سترګو کېږي، شنې اوبه ترې راګرځېدلې دي او غونډۍ د اوبو په منځ کې موقعیت لري.

د سردې بند چې د غزني او پکتیکا ولایتونو په اړوندو کې موقعیت لري، نو د پکتیکا ولایت اوسېدونکي هم غوښتنه لري څو دغه بند د ملي پارک په توګه ونومول شي.

د پکتیکا ولایت یوه اوسېدونکي نسیم سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل، د غزني او پکتیکا ولایتونو د ولسونو غوښتنه دا ده چې سردې بند دې ملي پارک شي.

د هغه په خبره، پر سردې بند د ملي پارک جوړېدل د پکتیکاوالوغوښتنه هم ده، دغه کار سره نه یوازې د غزني او پکتیکا بلکې د ځینو نورو ولایتونو لکه د پکتیا اوسېدونکو ته یې هم ګټې رسېږي، په ورته مهال به دولت ته هم د عوایدو یوه ښه سرچینه وي.

په همدې حال کې، د دې چارې لپاره د خصوصي سکټور له لارې ځینو خلکو وړاندېزونه هم کړي دي او وايي، که دغه سیمه پانګه‌والو ته په قراردادي ډول ور کړل شي، نو دوی به پکې پانګونه وکړي.

په غزني کې یو سوداګر او د صرافانو ټولنې مشر حاجي جمعه تره‌کي پژواک ته وویل، په سردې بند کې د پارک جوړېدل هراړخیزه ګټه لري، په غزني کې ډېر داسې سوداګر شته او دې ته زړه ښه کوي چې په سردې بند کې پانګونه وکړي، خو که دولت ورته ځمکه ور کړي.

نوموړی وايي، که داسې یو اقدام وشي، نو دا به یو ډېر نیک اقدام وي او ځایي اوسېدونکو ته به یې ډېرې ګټې ورسېږي.

هغه زیاتوي، پر یاد بند پانګونه پر نورو ګټو سربېره، زرګونه جریب شاړو ځمکو ته د اوبو رسېدلو لامل هم کېږي او دولت او خلکو لپاره به یوه ښه عایداتي سرچینه شي.

په ورته وخت کې، د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي د خلکو دغه وړاندیزونه ستایي او وایي، په دې تړاو له شلو ډېرو پانګه‌والو ورته وړاندېزونه کړي او دوی له مرکزي چارواکو سره پر خبرو بوخت دي.

د غزني ولایت د سیندیزي فرعي حوزې رئیس مولوي اسدالله منصوري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، څه وخت مخکې د سیندیزي حوزې په وړاندیز، د اوبو او انرژۍ وزارت مقام د حکم پر بنسټ د انجینري خدمتونو ریاست، د اوبو چارو د تنظیم ریاست او د کابل سیندیزي حوزې عمومي ریاست ګډ تخنیکي ټیم د سردې بند د کاسې او حریم د تثبیت په موخه راغلي وو، د بند د حریم له تثبیت سره به د بند اړوند ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د خصوصي سکټور پانګونې ته به چمتو شي.

د چارواکو په وینا، د ایران ځينو پانګه‌والو هم دې ته زړه ښه کړی چې د غزني پر سردې بند پانګونه وکړي، خو دوی به افغان پانګه‌والو ته لومړیتوب ورکوي.

Visits: 347

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.