د غزني ولایت د پوهنې رييس مولوي محمدمنیر منصور د زړه حملې له امله مړ شوی دی.
د غزني په مرکز کې د ٧ ميليون افغانيو په لګښت د برېښنا يو ټرانسفرمر ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې نږدې شپږ سوه کورنيو ته برېښنا ورکوي.
چارواکي وايي، د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز د څارنې او ساتنې چارې د چارو ادارې لوی ریاست ته وسپارل شوې.
غزني، جلالاباد (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): په غزني او ننګرهار ولایتونو کې د دوحې تړون درېیمې کالیزې په مناسبت نن (د کب ۱۰مه) مشاعرې جوړې
د غزني د ټولګټو چارو ریاست وايي، د کابل- کندهار پر لار د لوړ تناژ باروړونکو موټرو د درنو وزنونو کنټرولولو او د سړک له ویجاړېدو د مخنیوي لپاره د دغه ولایت د مرکز اړوند په ناني سیمه کې یوه معیاري تله جوړېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد غزني ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ځوانانو سره ولیدل او په یوه غونډه کې یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې په یوه پروژه کې ۲۰۰ کسان پر کار ګومارل شوي چې په بدل کې یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري خوراکي توکي ورکول کېږي.
غزني کې د تصفیې کمېسیون د تورو ښیښو موټرو پر ګرځېدو بندیز لګولی او یوه اونۍ وخت یې ورکړی څو خلک د خپلو موټرو تورې ښیښې سپينې کړي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د دغه ولایت د موزیم د تاریخي اثارو لیدو ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي چې د پخوا په پرتله یې شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی.
د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دغې ولسوالۍ غزني ښار ته غځېدلې لار خامه او خرابه ده چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د غزني سیمهییز مسوولین وايي، د یوه ډاکټر د وژلو په تور- چې وړمه ورځ د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې وژل شوی او موټر یې تښتول شوی و- د هغه د تره زوی نیول شوی دی.
غزني ښار (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند د روضې کوتل سیمه کې یې په یوه