منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني او ننګرهار کې د دوحې تړون درېیمې کالیزې په مناسبت مشاعرې وشوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۳۶۹ کتنې

غزني، جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): په غزني او ننګرهار ولایتونو کې د دوحې تړون درېیمې کالیزې په مناسبت نن (د کب ۱۰مه) مشاعرې جوړې شوې چې د لسګونو شاعرانو ترڅنګ په کې قومي مشرانو او سیمه‌ییزو مسوولینو ګډون کړی و.

د دواړو مشاعرو لومړۍ برخې ویناوو ته ځانګړې شوې وې چې د مسوولینو له لوري په کې ګډونوالو ته د دې ورځې په اړه معلومات ورکړل شول او دغه تړون یې د افغانانو لپاره بریالیتوب وګاڼه.

د غزني ولایت مقام کې جوړې شوې مشاعرې ته د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار په خپله وینا کې وویل، د دوحې تړون د افغانانو لپاره د «سترې فتحې» او «ازادۍ ګټلو» پیلامه شوه او افغانستان د شلو کلونو له اشغال او جګړې خلاص شو.

هغه زیاته کړه، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې تل زبرځواکونو ته ماتې ورکړې او د خپل هېواد خپلواکي یې ساتلې ده.

نوموړي د دوحې تړون د افغانستان په تاریخ کې بې‌ساری وباله او ویې ویل چې امریکا او غربي متحدین یې د دوی د سختې مبارزې په پایله کې دغه تړون کولو ته اړ شول.

مشاعرې ته نورو مسوولینو هم ویناوې کړې او یادونه یې وکړه چې د دوحې له تړون وروسته پر یوه ټغر د افغانانو راټولېدو فرصت برابر شوی او یوه اسلامي نظام جوړولو ته لار هواره شوې ده.

له ویناوو وروسته مشاعره پیل شوه چې د غزني ترڅنګ د میدان وردګو، پکتیا او پکتیکا له ولایتونو راغلو شاعرانو هم په کې خپل شعرونه واورول چې تر ډېره یې منځپانګه د دوحې پر تړون، سرښندنو او امریکا ته پر ماتې ورکولو ورټوله وه.

په ننګرهار کې هم د دوحې تړون درېيمې کاليزې په مناسبت غونډه او مشاعره جوړه شوې وه چې په کې پر حکومتي او امنيتي مسوولينو سربېره شاعرانو او لسګونو نورو کسانو برخه اخیستې وه.

دغه غونډه او مشاعره د جلال‌اباد ښار اړوند د خان عبدالغفار خان په کمپلېکس کې جوړه شوې وه.

په غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نورمحمد حنيف وويل، اسلامي امارت د دوحې له تړون وروسته د هېواد ابادۍ او پرمختګ ته مخه کړې، نړۍوالو ته هم په کار ده چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: «اسلامي امارت د وسله‌وال جهاد سنګر ګټلی او اوس وخت راغلی چې د فکري جهاد مبارزه هم وګټي او هغه تبلیغات چې په امارت پسې له بهره پيل شوي بايد په حکمت يې ځواب ورکړل شي.»

د غونډې دوو ولسي ويناوالو عبدالرحيم صراف او محمدګلاب توحيديار د دوحې تړون د اسلامي امارت لپاره بریا او د امریکا او ناټو پر وړاندې شرمناکه ماتې ياده کړه.

د غونډې دويمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې په کې د دغه ولايت يو شمېر شاعرانو د اسلامي امارت د بريا په اړه شعرونه واورول.

د یادونې ده، د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ- چې اوس د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا د مرستیال په توګه کار کوي- د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

په دغه تړون کې- چې له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل- راغلي د افغانستان له خاورې دې د امریکا او د هغې د متحدانو پر وړاندې له ګواښ څخه مخنیوی وشي او بین‌الافغاني خبرې دې پیل شي.

بین‌الافغاني خبرې په دوحه کې پیل شوې، خو بې‌پایلې وې او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه مخکینی حکومت وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور