د کابل- کندهار پر لویهلار د غزني د ګیلان ولسوالۍ په چرلي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.
غزني ښار (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ناروېژن موسسې د ۱۰ میلیون افغانیو په مالي لګښت
د غزني کروندګر او د کرنې ریاست وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په هوارو ولسوالیو کې تر نیم متر او په غرنیو سیمو کې تر یو متر پورې واوره ورېدلې چې د کرنیزو حاصلاتو له پلوه یې د راتلونکي کال سمسورتیا ته د دوی هیلې غوړولې دي.
په غزني ښار کې د ډبرو سکرو بخارۍ د ګازو له امله ۴ کسان مړه شوي او یو کس -چې ژوندی پاتې شوی- په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
غزني ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د غزني ګڼ شمېر اوسېدونکي د زړو بانکنوټونو پر ډېروالي اندېښنه ښيي او وايي، په بازارونو کې د پخوا
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یوه کس د خپل وراره له لوري د چړې په وسیله وژل شوی دی.
په غزني کې افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فزیکي بیارغونې مرکز مسوولین وايي، دغه مرکز ته د معلولینو مراجعې له ډېرېدو سره هغوی ته د مصنوعي لاسونو او پښو په جوړولو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د لېږد په موخه د مزیو غځولو او پایو لګولو چارې- چې له تېرو دوو کلونو راهیسې درېدلې وې – د سرپرست حکومت د ریاستالوزراء په حکم بیا پيل شوې.
د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د هغه ځوان مړی موندلی چې دوه ورځې مخکې له خپل موټر سره یو ځای نادرکه شوی و.
د سرپرست حکومت د ریاستالوزراء په حکم یوه لوړپوړي پلاوي غزني ته سفر کړی څو د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د څرځایونو پر سر د «کوچیانو» او «هزارهګانو» لانجې ته دایمي حللار ولټوي.
د غزني د قرهباغ ولسوالۍ اړوند «میرخان» سیمې په ۳۵ کلیو کې ۳۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، خو خپلو شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره هیڅ ښوونځی نه لري.