ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اوسېدونکي: د زړو بانک‌نوټونو ډېرښت له ستونزو سره مخ کړي یو

د غزني اوسېدونکي: د زړو بانک‌نوټونو ډېرښت له ستونزو سره مخ کړي یو

غزني ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د غزني ګڼ شمېر اوسېدونکي د زړو بانکنوټونو پر ډېروالي اندېښنه ښيي او وايي، په بازارونو کې د پخوا په پرتله زړې پیسې ډېرې شوې چې د پېر او پلور پرمهال د دغو پیسو کارولو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغوی زیاتوي، په ټوله کې ټول بانکنوټونه زاړه شوي خو د نورو په پرتله لسګون، شلګون، پنځوس او سلګون بانکنوټونه دومره زاړه شوي چې اصلاً د کارولو وړ نه دي.

د دوی په خبره، دغې ستونزې خلک او هټۍوال له جدي ستونزو سره مخ کړي دي، اړوند مسوولین او ادارې باید د حل لپاره یې ګامونه واخلي.

د غزني ښار یوه هټۍوال نجیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «کله چې مشتریان د سودا لپاره راځي نو زړې پيسې راوړي چې موږ یې ورڅخه اخلو، خو کله چې همدا پیسې مشتریانو ته ورکوو، جنجال کوي او نه یې غواړي، ځکه وايي ډېرې زړې دي.»

دی وايي، ستونزه دا ده چې بانکنوټونه ډېر زاړه شوي او نور له کارولو وتلي دي، مسوولین یې باید چاره وکړي.

د غزني یوه بل هټۍوال نظرګل هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې که ټوله ورځ ۵ زره افغانۍ سودا وکړي نو دوه زره به یې سمې وي او پاتې نورې به یې دومره زړې وې چې هیڅوک یې اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.

دی وايي، حکومت دې دغه ستونزه حل کړي چې هټۍ‌وال او مشتریان ټول یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه‌راز، ګڼ شمېر هغه کسان چې له هټیو او نورو شرکتونو توکي اخلي وايي، زاړه بانکنوټونه یې ان کله کله له پلورونکو سره پر شر اړوي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بسم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «کله چې له هټیو او شرکتونو توکي اخلو نو زړې پیسې نه راڅخه اخلي، دا ډېر لوی مشکل دی چې هم یې موږ او هم یې هټۍوال په ستونزه کې اچولي یو.»

د غزني د صرافانو اتحادیې مرستیال حاجي جمعه تره‌کی هم وايي چې زړو افغاني بانکنوټونو د صرافانو په ګډون ټول خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، پخوا به په یو یا دوو کلونو کې زړې پیسې ټولېدې او پر ځای به یې نوې پیسې چاپېدې، خو په وروستیو درېیو یا څلورو کلونو کې دغه کار نه دی شوی.

دی وايي، دا د افغانستان بانک مسوولیت دی چې د هېواد له بازارونو زړې افغانۍ ټولې او خلک له دې ستونزې خلاص کړي.

نوموړی زیاتوي: «موږ دا ستونزه په وار وار له افغانستان بانک سره شریکه کړې او دوی ژمنه کړې چې ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.»

هڅه مو وکړه په دې اړه په غزني کې د افغانستان بانک د مسوولینو نظر هم واخلو خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

خو د مرکزي بانک ویاند حسیب‌الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د بانکنوټونو چاپ او نشر یو معمول امر دی، دغه چاره د مرکزي بانکونو له خوا ترسره کېږي، د افغانستان بانک هم د معقولو پولي سیاستونو په نظر کې نیولو سره د بازار اړتیا ته په کتو د امکاناتو په لرلو دا چاره ترسره کوي.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم په دې باور دي چې له بازارونو د زړو بانکنوټونو ټولول او پر ځای یې د نوو چاپول د پېر او پلور او سوداګرۍ په چارو کې اسانتیاوې راولي.

د یادونې ده، د افغانستان مخکني حکومت له یوه پولنډي شرکت سره د ۱۰ میلیارد افغانیو د چاپ تړون کړی و چې په دې لړ کې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۹مه، د افغانستان بانک مسوولینو رسنیو ته ویلي وو، د دغو چاپ شوو بانکنوټونو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې خو تر اوسه په بازار کې د دغو پیسو کوم څرک نه لګي.

Visits: 300

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.