ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت ۹ کرنیزې پروژې بشپړې شوې

غزني کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت ۹ کرنیزې پروژې بشپړې شوې

غزني ښار (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ناروېژن موسسې د ۱۰ میلیون افغانیو په مالي لګښت نهه کرنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.

د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د چمتووالي رییس مولوي محمدعمر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، ناروېژن موسسې د غزني په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شپږ میاشتې مخکې ۲۰ لویې او کوچنۍ کرنیزې پروژې پیل کړې وې چې ۹ یې بشپړې شوې او د نورو کارونه روان دي.

هغه زیاته کړه، په دغو نهو پروژو کې د اوبو زېرمو، چیک‌ډیمونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي چې په غزني ښار او اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.

دی وايي، له دغو پروژو سره به په یادو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه شي او د اورښتونو پر مهال به د سېلابونو مخنیوی وشي.

د یادو سیمو اوسېدونکي د دغو پروژو پر بشپړېدو خوښي ښيي او ګټورې یې بولي.

د دغه ولایت یوه قومي مشر حاجي ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، غزني یو له هغو ولایتونو دی چې هر کال په کې د اورښتونو له امله سېلابونه راوځي چې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.

دی وايي، د دغو پروژو په عملي کېدو سره به د یادو سیمو د اوسېدونکو دا ستونزې حل شي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ورته نورې پروژې دې هم د دغه ولایت په نورو سیمو کې عملي شي.

د یادونې ده، د ناروېژن موسسې له لوري د پاتې یوولس پروژو کارونه به هم – چې په مالستان، اجرستان او جاغوري ولسوالیو کې روان دي- په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.

Visits: 106

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.