ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ته تللی پلاوی: د «کوچیانو» او «هزاره‌ګانو» لانجې ته دایمي حل‌لار لټوو

غزني ته تللی پلاوی: د «کوچیانو» او «هزاره‌ګانو» لانجې ته دایمي حل‌لار لټوو

غزني ښار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزراء په حکم یوه لوړپوړي پلاوي غزني ته سفر کړی څو د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د څرځایونو پر سر د «کوچیانو» او «هزاره‌ګانو» لانجې ته دایمي حل‌لار ولټوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ په دغه پلاوي کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي، د استخباراتو لوی ریاست مرستیال حاجي نجیب، د کورنیو چارو وزرات استازی حاجي خلیفه او د لویې څارنوالۍ استازی مولوي عبیدالله شامل دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ده په مشرۍ پلاوي غزني ته د دې لپاره سفر کړی څو د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د «کوچیانو» او «هزاره‌ګانو» ترمنځ د څرځایونو پر سر اوږده شخړه حل کړي.

هغه زیاته کړه، «اسلامي امارت» د امنیت خوندیتوب او د خلکو ستونزو هوارول خپله وجیبه ګڼي او په دې لاره کې له ټولو امکاناتو کار اخلي.

هغه په میدان وردګ، بامیان او غور ولایتونو کې د کوچیانو او ځايي خلکو ترمنځ د شخړو حل ته په اشارې وویل، که په غزني کې مېشت قومونه همکاري وکړي او دواړه لوري له پلاوي سره په رښتینې توګه حقایق شریک کړي نو د دې لانجې حل اسانه دی.

بلخوا، په غزني کې مېشت د کوچي او هزاره قومونو مشران هم د څرځایونو پر سر د شخړې بنسټیز حل غوښتنه کوي او وايي، که دغه شخړه هواره نه شي نو راتلونکي کې یې د پراخېدو وېره شته.

د کوچیانو په استازولۍ قومي مشر محمد‌ګل کوچي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې په ناور ولسوالۍ کې «هزاره‌ګانو» په وار وار د څرځایونو پر سر پر کوچیانو وسله‌وال بریدونه کړي او هغوی ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه: «د تېر جمهوریت په شل کلنه دوره کې هزاره‌ګانو د خپلو مشرانو محقق، قاسمي، چنګېز او یو شمېر نورو چې ځیني یې د پارلمان غړي وو، په دستور په ځلونو د کوچیانو پر کورونو وسله‌والې حملې وکړې چې تر شلو ډېر کوچیان یې وژلي، په لسګونو یې ژوبل کړي، وهلي، بندیان کړي او له سیمو شړلي او دغه‌راز په زرګونه څاروي یې ورڅخه بېولي دي.»

ده ادعا وکړه چې یو ځل د یاد قوم کسانو د «دفتاڼي» قوم یوه ښځه هم تښتولې وه چې څو ورځې وروسته یې وژلې وه.

هغه وايي، د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د قوانینو او ملګرو ملتونو د منشور له مخې کوچیان حق لري چې د هېواد له څرځایونو، ایلبندونو، اوبو او نورو سرچینو ګټه واخلي، خو په دغه سیمه کې دوی ته دا اجازه نه ورکول کېدله.

همداراز، د هزاره قوم مشران هم وايي چې د دوی او کوچي قومونو ترمنځ د ناور ولسوالۍ په سبزاد خواد او نورو سیمو کې د څرځایونو پر سر وسله‌والې نښتې شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه قوم یوه مخور محمد مهدي هزاره پژواک خبري اژانس ته وویل: «یوه اشتباه چې د تېر حکومت په وخت کې د ناور ولسوال عمار کړې وه، دا وه چې د کوچي قومونو یوه ښځه یې اختطاف کړې او بیا وژلې وه.»

هغه زیاتوي، هزاره قوم د روان کال په اوږدو کې پر ټولو کلیو ۱۰ میلیونه افغانۍ راټولې کړې او کوچیانو ته یې د دې پېښې د «پور» ورکولو په بدل کې ورکړې.

نوموړی هم ټینګار کوي چې که د دواړو قومونو ترمنځ د څرځایونو پر سر شته شخړې ته دایمي حل‌لار پیدا نه شي، نو دا دښمني به نورو قبیلو او سیمو ته هم وغځېږي.

د غزني اوسېدونکي او مدني فعالان هم د دې اوږدې لانجې حل غواړي او وايي، له کابله راغلی پلاوی دې دغه اوږده شخړه په منصفانه توګه د تل لپاره حل کړي.

مدني فعال سیدالله تره‌کي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ډول لانجې او شخړې د ناامنیو، ناقانونه کړنو او جګړو لامل کېږي، حکومت ته په کار ده چې په اساسي ډول یې حل کړي.

ناور د پراخو دښتو، جګو غرونو، وښو او اوبو په لرلو د غزني سمسوره او اباده ولسوالي ده چې د تېر حکومت پرمهال په ملي پارک نومول شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په غزني کې په ۱۲۴ کلیو کې ټولټال ۱۶۰ زره کوچیان استوګن دي چې ۸۴ کلي یې په غرنیو سیمو او ۴۰ یې په هوارو ځمکو کې دي.

Views: 146

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.