Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د یوه جومات چت لوېدو له امله لس تنه ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت په حوزوي روغتون کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د پنځه میلیون افغانیو په لګښت د پښتورګو د درملنې (هیموډیالیز) څانګه پرانیستل شوه.
غزني ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د یوې جوړې شوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ.
د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت د درېیمي ناحیې اړوند اربابا سیمې ته غځېدلی سړک خراب دی او دوی پرې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
د غزني ښار اړوند روضې کوتل سیمې ته څېرمه د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د غزني د خواجه عمري یو شمېر بڼوال وايي، په دې ولسوالۍ د الو ونو ته یو ډول ناروغي پیدا شوې چې ورسره یې حاصلات زیانمن شوي دي.
سېمهییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د مېشتو کوچیانو د دوو قومونو تر منځ لس کلنه دښمني حل شوه.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.
غزني کې د سپورټ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د شپږو ولسوالیو نیزهبازانو ترمنځ سيالۍ د قرهباغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ او غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د کتاب او کتابلوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتونونه پرانیستل شول.
د غزني پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت ۶۸۰ ښوونځیو له ډلې ۲۵۰ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ښار کې د ۱۱،۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP