Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.
غزني کې د سپورټ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د شپږو ولسوالیو نیزهبازانو ترمنځ سيالۍ د قرهباغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ او غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د کتاب او کتابلوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتونونه پرانیستل شول.
د غزني پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت ۶۸۰ ښوونځیو له ډلې ۲۵۰ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ښار کې د ۱۱،۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو محصولاتو یوه ورځنی نندارتون جوړشو.
د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د یوې اونۍ په جریان کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۰ کسان نیولي دي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وایي چې د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه کې د واخان بندر په اړه خبرې شوې او ډېر ژر به له چین سره د دې بندر پر پرانېستلو یوې هوکړې ته ورسېږي.
د غزني له پنځو پوهنځیو څخه شاوخوا ۵۵۰ محصلین فارغین شول او دغه نوي فارغین له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، په تېرو اوو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې ۴۲ میله بېلابېلې وسلې او ګڼ شمېر مهمات ترلاسه کړي او په تړاو یې ۶۲ تورن کسان هم نیولي دي.
د غزني اندړو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د سردې بند پروژې بیا فعالېدو غوښتنه کوي چې د مسوولینو په وینا، د یادې پروژې شاوخوا ۷۶ زره جریب ځمکه غصب شوې ده.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۴ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP