Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران له ورېدو، تېزو بادونو، تالندې او ناڅاپي سېلابونو له راتلو خبر ورکوي.
نن کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې، ډېزلو، اوبلن ګاز او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د پاکستاني وریجو بیه لوړه شوې ده.
ډاکټران وايي، د اسکاریس مخنیوي لپاره چې ماشومانو کې د چینجیو یو عام عفونت دی، د شخصي او چاپېریالي حفظالصحې مراعتولو ترڅنګ باید هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ماشوم ته د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.
کارپوهان ټینګار کوي چې باید وروسته له روژې هم د روزې فضایل لکه د تقوا رامنځته کول، غوره اخلاق او له اړمنو سره مرستې دوام ولري او عادي خوراک ته راستنېدل بايد په تدريجي او احتیاطي توګه ترسره شي.
د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د مالیزیايي غوړو بیه ټيټه شوې ده.
د تېرې شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې لوړې، خو د سرو زرو بیې ټيټې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې د څه باندې یو اعشاریه اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې نسبت ۱۴۰۱ کال ته شپږ سلنه کموالی ښيي.
د پژواک موندنې ښيي د دې ترڅنګ چې په ۱۴۰۲ کال کې د ډالر په وړاندې نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۱۸ سلنه ډېروالی راغلی، د تېلو بیې ۱۲ سلنه، د ځینو لومړنیو توکو بیې څه باندې ۱۵ سلنه او د سروزو بیې ۶ سلنه ټيټې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په هېواد کې پر کانګو ناروغۍ د ۱۲۰۰ کسانو له اخته کېدو خبر ورکوي او وايي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د ۱۴۰۱ کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
د اوبو او برېښنا وزارت دوو راتلونکو ورځو کې نسبتاً د سختو واورو او بارارنونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځينو سیندیزو حوزو کې د سیندونو اوبو کچې لوړېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د روان کال سلواغې میاشت کې د هېواد په بندرونو کې د نفتي توکو د ۸۶۶۲ ټانکرو ارزونه شوې چې له دې ډلې ۳۵۲ ټانکره یې بېکیفیته تثبیت شوي او د واردولو مخه یې نیول شوې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت د راتلونکو درېیو ورځو لپاره د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د ورښتونو، نسبتاٌ سختې واورې ورېدو، سېلابونو له راوتلو او د سیندونو د اوبو کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP