Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د ۱۲ ميلیون افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ شو.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، تورخم بندر کې د حیواني او نباتي توکو د قرنطین لپاره د ۷ اعشاريه ۴ میليون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه شوه.
د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړوي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ۴۴ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د پسرلي په رانږدې کېدو د زينتي، مېوهلرونکو او بېمېوې نیالګیو پېر او پلور ډېر شوی دی.
د یونیسف له لوري د ننګرهار له شلو روغتیايي مرکزونو سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سولري یخچالونو مرسته وشوه.
د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو رياست مسوولين وايي، روان کال د دې ادارې له لوري ۷۰۵۶ د شهیدانو او ۷۷۱۹ د معلولينو کورنيو ته مياشتني حقوق ورکول شوي دي.
د ننګرهار حکومتي مسوولین وايي، شپږ روسي او هالنډي سيلانيان د تورخم دروازې له لارې د افغانستان ليدلو په موخه دغه ولایت ته راغلل.
د نورستان ولايت د ټولګټو چارو رياست مسوولين وايي، د کونړ – نورستان لويه لار چې څلور ورځې مخکې د واورې ډېر ورښت له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافيکو پر مخ پرانیستل شوه.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وايي، د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ کې په واورو کې بند پاتې ۵۰ کسان يې ژغورلي دي.
د ننګرهار د کليو پراختیا او بيارغونې رياست له لوري د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د ۸۰ زره ډالرو په لګښت د څښاک اوبو ۳۰ څاګانې ایستل شوې دي.
د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۷۳ کيلوګرامه نشهيي توکو قاچاق په تړاو اووه کسان نيولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP