Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ننګرهار کې د شوکاڼي د استخراج او پروسس کاروباريان وايي، د شوکاڼي پر استخراج بنديز او د قراردادونو نه تمديد له امله یې فابریکې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، د ګمرک مسوولينو تورخم کې د درملو، قيمتي او نيمهقيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۷۲ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه شوه.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د روانې اونۍ له شنبې تر اوسه د دغه ولایت په یو شمېر ولسواليو کې ۷۰ جريب کوکنار اړول شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته – چې نجونې هم په کې شاملې دي – د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
د نورستان ټولګټو ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز پارون ته له کونړه غځېدلې لار چې د واورې له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په تتين دره کې د غره ښويېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ د سرپناه او نورو برخو کې د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو وايي چې د نورستان نورګرام ولسوالۍ ته مرستندوی ټيمونه لېږل شوي څو د غره ښویېدنې پېښه کې تر خاورو لاندې شوو کسانو په راایستلو کې همکاري وکړي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله تر شلو ډېر کسان مړه او ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ننګرهار د اچين او سپينغر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالیو کې څو کاله د پخواني حکومت او داعش وسلهوالو ترمنځ جګړې تېرې شوې چې له امله یې سختې زیانمنې شوې او له حکومته غوښتنه کوي چې بیارغونې ته یې پاملرنه وکړي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ښاري ښکلا او ښېرازۍ په موخه د ښار مختلفو واټونو کې ۱۵زره زينتي بوټي کېنول کېږي.
ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي چې تورخم ښارګوټي کې يې پاکستان ته د شپږ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP