د ننګرهار مرستیال والي وايي، را روان لمريز کال لپاره يې په دغه ولايت کې د رغنيزو پروژو د پيل په موخه د متوازن انکشاف طرحه چمتو کړې ده.
ننګرهار کې له پاکستانه راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي، روان ژمي کې د سرپناه نشتوالي، د اولادونو ناروغيو او بېکارۍ يې د ژوند شپې ورځې ور ترخې کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې مرسته ورسره وکړي.
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لورې د څلورو ولايتونو د لسګونو لوبغاړو په ګډون د پهلوانۍ چېلېنجي (ننګوونکې) سيالۍ ترسره شوې.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې په تېرو لسو مياشتو کې د جنايي، نشهيي توکو کاروبار، ترهګرۍ او نورو جرمونو په تور د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۴۴۷ کسان نيولي دي.
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار له مرکز جلالاباد ښاره د الیاس مومند په نوم تښتول شوی ماشوم وژل شوی خو حکومتي مسوولين وايي چې امنيتي او کشفي ارګانونه د هغه د قاتلینو په لټه کې دي.
د ننګرهار ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو د دوو شبکو په جوړېدو سره به ۶۵۰ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار کانال رياست وايي، د کب روزنې صنعت د ودې، د کورنيو توليداتو پراختيا او له پاکستانه د کبانو د وارداتو مخنيوي په موخه يې د کبانو روزنې صنعت ته وده ورکړې ده.
د ننګرهار ولایت په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمځ پنځهکلنه دښمني د قومي منځګړتوب له لارې په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د سولې بنسټ په مالي ملاتړ د دغه ولايت لسو ولسواليو کې پر ۳۰۰ جريب ځمکه د ستروس او نورو مېوو باغونه جوړېږي.
ننګرهار کې چارواکي وايي، په تېرو ۴۲ ورځو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري تورخم کې د څه باندې ۲۴ زره ناروغانو درملنه شوې ده.