ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

ننګرهار کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
16 Dec 2023 - 12:10
ننګرهار کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
16 Dec 2023 - 12:10

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمځ پنځه‌کلنه دښمني د قومي منځګړتوب له لارې په دوستۍ بدله شوه.

مسوولين وايي، دا دښمني پنځه کاله مخکې د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې وه چې له دواړو غاړو په کې اته کسان ټپيان شوي وو.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر صديق الله قريشي بدلون د لېندۍ په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ پنځه‌کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

هغه زياته کړه، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو کونړخان او حاجي ګل‌داد خان کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر له لفظي شخړې وروسته اخ و ډب او ډزې شوې وې چې له دواړو خواوو په کې اته کسان ټپيان شوي وو.

د نوموړي په وينا، د يادې ولسوالۍ د مسوولينو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب جوړې شوې جرګې د دغو کورنيو ترمنځ سوله وکړه او دښمني ته یې د پای ټکی کېښود.

د جرګې يوه غړي مولوي حيات نبي وويل، اسلام په سوله کې د ژوند کولو حکم کړی؛ نو ځکه دوی وپتېیله چې د دغو کورنيو ترمنځ سوله وکړي چې له کوم بديل اخیستو پرته دواړه غاړې سولې ته حاضرې شوې.

هغه زياته کړه: «موږ د جرګې غړو اول له دواړو جانبينو واک واخیست، بيا مو د دواړو ترمنځ د ملامت او سلامت معلومولو هڅه وکړه او پای کې مو دواړه راضي کړل چې د کومې ناغې او بدو اخیستو نه غير سوله وکړي.»

يادو کورنيو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به یو له بل سره په مینه، ورورۍ او د امن فضاء کې ژوند تېروي.

د حاجي ګلداد خان کورنۍ يوه غړي محصل خان وويل، دښمنۍ پنځه کاله دواړه کورنۍ د ژوند له خوږو بې برخې کړې وې، له ځوانانو زده‌کړې پاتې وې او يوازې د دښمنۍ په فکر کې وو.

دی وايي، قومي مشران، ديني عالمان او مسوولین بايد همداسې د دښمنداره کورنيو ترمنځ روغې جوړې وکړي چې ځوانان زده‌کړو او ژوند کولو ته وزګار شي.

د يادولو ده، په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د قومي منځګړتوب له لارې د روغې جوړې دا ډول جرګې ډېرې شوې او مسوولين وايي، هڅه کوي چې ټولې دا ډول دښمنۍ حل کړي.

Views: 388

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.