ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
جلالاباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر کړی،
د کابل – ننګرهار لويه لار چې له تېرې يوې اونۍ راهیسې د غره ښویېدنې له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې، د دې لارې مسافر د دويم لين سړک د پاتې کارونو بېرته پيلېدو غوښتنه کوي.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختیا رياست مسوولين وایي، سږ کال په دغه ولايت کې د بيارغونې ۱۱۳ پروژې پيل شوې او سلګونو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
ننګرهار کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت کوټ ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې اتو پروژو چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ ميليون افغانيو په لګښت د کرنې پراختيا برخه کې يو شمېر پروژې پيل شوې.
په ننګرهار کې د کرکټ بورډ ولايتي مسوولين وایي، د دغه ولايت د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب سيالۍ د فقير وهاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د کارېزونو او چينو اوبو کمېدو له امله لږ تر لږه د دوهنيم زره جريب کرنيزې ځمکې فصلونه وچ شوي او ځیني نور د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
په تورخم ښارګوټي کې افغان کميسار وايي، په پاکستان کې هغه افغانان چې پاسپورټ او ويزه نه لري، کولی شي تر يوې مياشتې پورې د تابعیت په تذکرو خپل هېواد ته راشي.
د ننګرهار ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د کليو پراختيا رياست له لوري د اته ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو دوه شبکې جوړې شوې.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، له لس ورځني بنديز وروسته د تورخم دروازې له بېرته پرانیستل کېدو سره سم په تېرو دوو ورځو کې ۵۴۵ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د دفاع وزارت له لوري د شل کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.