ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي

author avatar
26 Sep 2023 - 12:03
ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي
author avatar
26 Sep 2023 - 12:03

جلال‌اباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولايت په سره‌رود ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن (تلې ۴مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، یاده پېښه پرون مازيګر د سره رود ولسوالۍ په احمدزيو سټاف سيمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زیاتوي، دغه نښته د فېروز او علي‌احمد کورنیو ترمنځ شوې چې اصلاً د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي دي او نښته يې هم د ماشومانو په سر رامنځته شوې ده.

د قوماندانۍ وياند وايي، په پېښه کې د دواړو کورنیو له لوري د وسلو په کارولو سره د فېروز د کورنۍ دوه کسان وژل شوي او خپله فېروز او دوه د کورنۍ نور غړي یې ټپیان دي او دغه راز د علي‌احمد د کورنۍ درې کسان هم ټپیان شوي دي.

هغه زياته کړه، د پېښې ځای ته د سره رود ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ مسوولين رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د دواړو کورنیو یو شمېر کسان يې نیولي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د نښتې ځای او د ښکېلو غاړو خلاصي ته ځکه کليوال نه شوای ورتللی چې دواړو خواوو وسلې کارولې.

هغه زياته کړه، کله چې امنيتي مسوولين را ورسېدل، جګړه يې مهار کړه، ټپيان يې روغتون ته ولېږدول او پاتې کسان يې ونيول.

Views: 1322

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.