د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، د دغه ولايت سپينغر ولسوالۍ کې د جګړو له امله ړنګ شوي ۳۷۵ کورونه بیارغول کېږي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې شاوخوا ۷۰ سلنه هغو ماشومانو ته چې په ښار او ولسواليو کې په درنو کارونو بوخت دي، د زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کور ته د لاسي بم غورځولو پېښه کې يوه ماشومه وژل شوې، يو ماشوم او يوه ښځه ټپيان دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې يې ۱۵۰۰ بېوزلو او بېسرپرستو ښځو ته د کورنيو باغچو جوړولو چارې پيل کړې دي.
د ننګرهار په روداتو او چپرهار ولسواليو کې د کليو پراختيا او کرنې رياستونو له خوا د څه باندې ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۵ رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې.
جلالاباد ( پژواک، ۳ وږی ۱۵۰۲): د ننګرهار کې امنیتی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي
ننګرهار کې د کانال رياست له خوا په قرارداد ورکړل شوې ځمکې د ژورو څاګانو له اوبو خړوبيږي چې له امله په دغه ولايت کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده.
د ننګرهار ولايت په پچراګام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او زوی یې ټپي دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې ٢٠ زره څارويو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه .
د جاپان د سولې او روغتيا موسسې (PMS) مسوولین وايي، په ننګرهار کې د مروارید کانال د پراختیا پروژې ۵۰ سلنه چارې ترسره شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دغه کانال د اوبو اندازه په ثانیه کې له ۳،۲۵ متره مکعب څخه پنځه متره مکعب ته لوړه شي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور په همکارۍ د نهه ميليونه افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ شو.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې يوې ذخیرې دېوال چپه کېدو له امله يو درې کلن ماشوم مړ شوی او مور يې ټپي شوې ده.