ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې شل زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل شو

ننګرهار کې شل زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل شو

author avatar
13 Aug 2023 - 15:06
ننګرهار کې شل زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل شو
author avatar
13 Aug 2023 - 15:06

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې ٢٠ زره څارويو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه .

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د زمري په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه واکسين د تطبيق لړۍ نن پيل شوه.

خبرپاڼه کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس مولوي عبدالستار محمد له قوله راغلي، د هالنډ کمېټې له لوري د ننګرهار په دره نور، حصارک، شېرزاد، خوږیانو، سره‌رود، پچیراګام، رودات، هسکه‌مېنه، کوټ، اچین، نازیان، شینوارو او دوربابا ولسوالیو کې ۲۰ زره دوزه واکسین وړو څارویو ته تطبیقېږي.

د کرنې رييس زياته کړه، یاد واکسین په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوي او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه تطبیقوي.

له دي مخکي هم د هالنډ کمېټې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې زرګونو څارویو ته د PPR يا طاعون واکسین تطبیق کړى او په راتلونکي کې به هم یاد واکسین تطبیق شي.

طاعون ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۲ میلادي کال کې په افريقا کې وليدل شوه او اوسمهال په افريقا، هند، منځني ختيځ او د افغانستان په ګډون يو شمېر نورو سيمو کې هم ليدل کېږي چې څارويو ته زيان اړوي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.