ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې شاوخوا ۷۰ سلنه کارګرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره شوې ده

ننګرهار کې شاوخوا ۷۰ سلنه کارګرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره شوې ده

author avatar
28 Aug 2023 - 11:19
ننګرهار کې شاوخوا ۷۰ سلنه کارګرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره شوې ده
author avatar
28 Aug 2023 - 11:19

جلال‌اباد (پژواک، ٦ وږى ۱۴۰۲): د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې شاوخوا ۷۰ سلنه هغو ماشومانو ته چې په ښار او ولسواليو کې په درنو کارونو بوخت دي، د زده‌کړو زمينه برابره کړې ده.

دغه اداره زیاتوي چې يادو ماشومانو ته د ديني، عصري او حرفوي زده‌کړو زمينه برابره شوې ده.

خو د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، لا هم په ځينو سيمو کې داسې ماشومان ليدل کېږي چې په ډېر بد وضعيت کې په درنو کارونو بوخت دي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريدالله ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د کارګرو ماشومانو شمېر کم شوی او نږدې ۷۰ سلنه دغه ماشومان په زده‌کړو بوخت شوي دي.

هغه زياته کړه: «له تحول وروسته چې موږ ته د ماشوم ساتنې نړۍوالې ادارې يا Save the Children  له خوا اټکليز معلومات راکړل شوي وو، په ننګرهار کې د کارګرو ماشومانو چې په درنو کارونو بوخت وو، شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ کسان و، اوس موږ له دوه زره ډېرو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړې او يوه کمه برخه پاتې دي.»

دی زیاتوي، دغو ماشومانو ته د ديني، عصري او حرفوي زده‌کړو زمينه برابره شوې او کورنيو ته يې کوچني کاروبارونه جوړ شوي څو خپل ماشومان بېرته درنو کارونو ته اړ نه کړي.

دی وايي: «يو خو د هغوی د کورنيو حمايه شوې، مالي ملاتړ په دې معنا چې هغوی باندې به بيا درانه کارونه نه کوي؛ کورنيو ته يې له ۲۵ زره افغانيو نيولې تر ۴۵ زره افغانيو پورې د کوچني کارونو زمينه برابره شوې ده، بل چې عمرونه يې کم دي، د زده‌کړو (ښوونې او روزنې) زمينه ورته برابره شوې او که عمرونه يې زيات وي، هغوی ته حرفوي زده‌کړې ورکوو.»

خو د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې لا هم په جلال‌اباد ښار او ځينو ولسواليو کې ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

هغوی غوښتنه کوي چې د کار او ټولنيزو چارو رياست بايد ټولو ماشومانو ته چې په درنو کارونو بوخت دي، د زده‌کړو او ښه ژوند زمينه برابره کړي.

د جلال‌اباد ښار يو اوسېدونکی صادق جبارخېل وايي، که حکومت ماشومانو ته د درنو کارونو پر ځای په دې ډول د زده‌کړو او حرفوي کارونو زمينه برابره کړي نو ورسره به په هېواد کې د ناامنۍ او جرمونو کچه کمه او د پرمختګ لارې به ډېرې شي.

دی وايي: «کله چې ماشومان زده‌کړې ونه کړي، همدا ماشومان په راتلونکي کې ولس او دولت ته سرخوږی جوړوي؛ تومانچه په لاس کې اخلي او جرمونه کوي خو که زده‌کړې وکړي، د وطن اينده ورسره روښانه کېږي.»

د جلال‌اباد ښار يو بل اوسېدونکی ظاهرالله هم له حکومته غواړي چې دا ډول ماشومانو ته بايد د زده‌کړو او حرفوي کارونو او هم يې کورنيو ته د کار زمينه برابره کړي.

دی وايي، اوس هم ګڼ ماشومان ليدل کېږي چې يا له مستريانو سره شاګردان دي، يا سوال کوي او يا هم د خلکو بوټان رنګوي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس هم مني چې اوس مهال هم ځيني ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

مولوي فريدالله وايي، ښايي هغه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، ډېر وي خو کوم ماشومان چې دوى ته معلوم دي، کوښښ کوي ستونزو ته يې رسېدنه وکړي.

بلخوا د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مسوول ډاکټر محمدلياقت عادل وايي، په هېواد کې د کرونا ناورين، د نظام سياسي تحول او يو شمېر نور مسايل په لويه کې د هېوادوالو اقتصادي وضعيت خراب کړی او کورنۍ اړې شوې څو خپل ماشومان کار کولو ته اړ کړي.

دی وایي، په تېر نظام کې يې هم د ماشومانو د حقونو لپاره غږ پورته کړی او اوسني نظام کې هم هڅه کوي خو غږ يې نه دی اورېدل شوی، هيله‌من دی چې دا ډول فعاليتونه به په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر راکم کړي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې تر ۲۰۲۲ کال پورې د کارګرو ماشومانو شمېر يو ميليون او ۶۰ زره کسانو ته رسېده خو په دې برخه کې نور تازه ارقام تر اوسه نه دي خپاره شوي.

Views: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.