ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره يوه خيريه بنسټ په وړيا توګه په نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه پيل کړې ده.
ننګرهار کې د قومي منځګړتوب له لارې د دوو کورنيو ترمنځ له ۲۸ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه او دواړو غاړو يو بل ته بښنه وکړه.
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې سرپرست رييس وايي، په دغه ولایت کې د کابل سيند دواړو غاړو ته زرګونه جريب ځمکه غصب شوې چې د راګرځولو لپاره یې پر يوه پلان کار کوي.
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، پر هغې ۱۲۰۰۰ جريب ځمکه د مالټو باغونو جوړېدو چارې پيل شوې چې له تېرو پنځو لسيزو راهیسې شاړه پرته وه.
جلالاباد (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې ځايي خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته چې زدهکوونکو یې سرپناه نه
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې په خپلسر د ځنګله وهلو په تور درې کسان نيول شوي دي.
په ننګرهار کې د سوکوهنې د غوراوي سیالیو په پای کې ۲۶ لوبغاړو د دې لوبې ملي لوبډلې ته لار پيدا کړه.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي د ښار دننه او شاوخوا سيمو کې پر کرنيزو ځمکو د ودانیو او کورونو جوړولو اندېښمن کړي او له ولايتي ادارې د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي.
د ننګرهار ولايت يو شمېر کروندګر او د ممپليو سوداګر وايي، سږ د تېر کال په پرتله د حاصلاتو کچه یې لوړه شوې خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نه لري.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین وايي، د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې د یوه امنیتي کس په ډزو کې دوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، د دوو خصوصي شرکتونو له خوا د شاوخوا ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت پر ۱۱۰ جريب ځمکه د مالټو بڼ جوړېږي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې د نجونو دوو ښوونځو ته نوې ودانۍ جوړې شوې چې پخوا به زدهکوونکو یې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې.