ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوه خيريه بنسټ د روږدو وړيا درملنه پيل کړې ده

ننګرهار کې يوه خيريه بنسټ د روږدو وړيا درملنه پيل کړې ده

author avatar
12 Jan 2023 - 15:54
ننګرهار کې يوه خيريه بنسټ د روږدو وړيا درملنه پيل کړې ده
author avatar
12 Jan 2023 - 15:54

جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره يوه خيريه بنسټ په وړيا توګه په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه پيل کړې ده.

دغه بنسټ وايي، تر اوسه يې د ۲۵ کسانو درملنه کړې او شاوخوا ۴۰ کسان ورسره اوس هم تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي د دغه نوښت ستاینه کوي او ډاډ ورکوي چې د روږدو کسانو درملنې لپاره په دغه ولايت کې د موجوده دولتي روغتون امکانات لا زيات کړي.

د اخلاص خيريه بنسټ مسوول محمدابراهيم باوري د مرغومي په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل، دغه مرکز د يو شمېر بهرمېشتو با احساسه هېوادوالو په همکارۍ او مرستو چلېږي.

هغه وويل، مرکز پنځه مياشتې وړاندې کارونه پيل کړي چې تر اوسه يې د ۲۵ روږدو کسانو درملنه کړې او شاوخوا ۴۰ کسان اوس هم تر درملنې لاندې دي.

دی وايي: «پنځه قسمه خدمات موږ وړاندې کوو، یو د مريض مکمل معاينات، د مريض دوايي، د اوسېدو مکمل امکانات، د مريض لپاره د ډاکټر ۲۴ ساعته خدمات او د ډوډۍ په برخه کې خدمات، نو دې برخه کې مستحق اشخاص چې حقداره وي، په وړيا ډول تداوي کوو.»

د باوري د معلوماتو له مخې، د درملنې لپاره يې درې کټګورۍ ټاکلې، يوه يې د وړيا درملنې ترڅنګ د روږدي کس له کورنۍ سره مياشتنۍ مرسته کول، دويمه کټګورۍ کې يوازې وړیا درملنه او درېيمه د  کم فيس په بدل کې د خدماتو وړاندې کول دي.

د روږدو کسانو د وړیا درملنې د دغه مرکز مسوول وایي، ډېر کله روږدي کسان له درملنې وروسته ځکه بېرته روږدي کېږي چې کاروبار ورته نه وي.

دی زياتوي، د دې ستونزې د حل لپاره دوی پلان لري چې په راتلونکي کې روږدو کسانو ته له درملنې وروسته د کار او کسب زمينه هم برابره کړي څو بېرته روږدي نه شي.

د روږدو کسانو له ډلې اجمل چې د خوست ولايت اوسېدونکی دی، وايي، له ناسمو ملګرو سره ناستې ولاړې لومړی په نسوارو روږدی کړ، بيا يې سګریټ، چرس او پوډرو ته مخه کړه.

هغه وايي: «اول مې په پټه نشه کوله، بیا مې پلار خبر شو، ويل يې نوره نشه مه کوه، یوازې چرس څکه، ما سره يوځای نشه کوه، ناسمو خلکو سره مه ګرځه، اوس دواړه همدلته په دغه وړيا درملنې مرکز کې يو.»

د اجمل پلار جمال وايي، له دغه مرکزه چې خبر شو، نو له خپل زوی سره يوځای ورته راغی او اوس تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي د دغه نوښت ستاینه کوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي وايي، له دې مخکې په خصوصي ډول داسې اقدام چا نه دی کړی، دا لومړی ځل دی چې يو خيريه بنسټ يې کوي نو ځکه خو ورسره د روغتيا پر رياست سربېره امنيتي ادارې هم په اړوند برخه کې ډېره همکاري کوي.

هغه وويل، ننګرهار کې د روږدو کسانو درملنې سل بستريز دولتي روغتون هم موجود دی چې له تېر يوه کال راهيسې يې د ۱۱۰۰ کسانو درملنه کړې او په راتلونکي کې هڅه کېږي چې دغه روغتون ته امکانات لا زيات کړي.

Views: 396

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.