د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۲۱ ميليون افغانيو په لګښت، د دوه کيلومټرو په اوږدوالي د دوو سړکونو د بيارغونې چارې پيل شوې.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د جوړېدونکي نړۍوال اسلامي پوهنتون يوه اندازه ځمکه د ځايي اوسېدونکو له خوا غصب شوې او کورونه پرې جوړ شوي دي.
د ننګرهار د مخابراتو رياست وايي چې په دغه ولايت کې يې د ناراجسټر سيمکارټونو د پېر او پلور مخه تر ډېره نيولې ده.
د کابل – ننګرهار پر لويه لار د جلالاباد ښار په مربوطاتو کې سېلاب ويجاړ کړی یو پُل د پنځه ميليون افغانيو په لګښت بېرته ورغول شو.
د ننګرهار په هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو کې د جګړو پر مهال د درېيو ښوونځيو تخریب شوې ودانۍ بېرته ورغول شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په مالي ملاتړ يې د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د اوبو دوه کانالونه رغولي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام په ۱۲ ميليون افغانيو لګښت دوه کانالونه بيا ورغول شول.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په دغه ولايت کې ۱۴۸ ښوونځي ودانۍ، ۳۵۰ د احاطې ديوالونه او د ۲۲۱ ښوونځيو زدهکوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ننګرهار ولايت فابريکهلرونکي او د صنعت او کانونو خونه وايي، د برېښنا پرچاوۍ له امله تر نيمايي ډېرې فابريکې تړل شوې چې ورسره له ۱۰ زرو ډېر کسان هم وزګار شوي دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت، د ۳۰ فرعي کوڅو د پخولو کارونه پيل شول.
جلالاباد (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د کوکنارو د کر مخنيوي کمپاين
د ننګرهار د کانال ریاست وایي، د هوا پاکوالي، د بادونو مخنيوي او د سون لرګيو ډېروالي په موخه د کانال اړوند په درېيم فارم کې مصنوعي ځنګلونه جوړوي.